شاته

د ملګرو ملتونو پلټونکي د اوکراین زاپوریژیا اټومي بټۍ ته رسیدلي 

د برتانیا د دفاع وزارت د جمعې په ورځ سپتمبر دوهمه (وږي ۱۱) وویل چې د اوکراین په جنوب کې سخته جګړه روانه ده او د روسیې لخوا د اوکراین نیول شوي زاپوریزیا اټومي بټۍ ته نږدې چې اوس د ملګرو ملتونو د اټومي کارپوهانو لخوا معاینه کیږي د انرودار په ولسوالۍ کې هم ډزې روانې دي.

دغه وزارت همداشان په یو بیان کې ویلي چې د روسیې ګډ ستراتیژیک تمرینونه لکه وستوک ۲۲ چې د پنجشنبې په ورځ پیل شوي "د لویو او پیچلو عملیاتو د ترسره کولو لپاره د اردو وړتیا د دوام په ساتلو کې پاتې راغلي. دا ډول پیښې په پراخه کچه نمایشي دي، نوښت نه هڅوي، او اصلي موخه یې د روسیې د مشرانو او نړیوالو حاضرینو متاثر کول دي. "

د ملګرو ملتونو د اټومي کارپوهانو ډلې د پنجشنبې په ورځ د زاپوریژیا د بټۍ د خوندیتوب او امنیت په هکله خپل لومړی ماموریت حتی پداسې حال کې بشپړ کړ چې د دې تاسیساتو سره نږدې د روسیې او اوکراین د ځواکونو ترمنځ جګړه روانه وه. کارپوهان نن د جمعې په ورځ هم خپل کار ته دوام ورکوي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د پنجشنبې په شپه په خپله وینا کې وویل: "اوکراین د دې ماموریت د ترسره کیدو لپاره هر څه وکړل. خو دا بده ده چې اشغالګر هڅه کوي چې د IAEA دغه ماموریت – چې واقعا اړین دی – په یو بې ګټې سفر بدل کړي. زه باور لرم چې د دې مخه به ونیول شي.»

خو کرملین د جمعې په ورځ سپتمبر ۱۱ وویل چې د اوکراین په جنوب کې د روسیې تر کنټرول لاندې زاپوریژیا اټومي بټۍ ته د ملګرو ملتونو د اټومي ادارې د پلټونکو راتګ "ډیر مثبت" بولي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف خبریالانو ته وویل: "په عمومي ډول مونږ د دې حقیقت په اړه خورا مثبت یو چې د ټولو ستونزو او پرابلومونو سره سره ... کمیسیون راورسید او کار یې پیل کړ."

هغه زیاته کړه، په هرصورت، د ملګرو ملتونو د ټیم د کار د ارزولو لپاره لا "ډیر د وخته" دی. هغه وویل: "اصلي خبره دا ده چې دا ماموریت اوس دلته دی."

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومي رئیس رافایل ګروسي چې د پلټونکو د ۱۴ کسیزې ډلې مشري کوي د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې دا اداره د اروپا په تر ټولو لوی اټومي تاسیساتو کې "د دوامداره شتون بنسټ ږدي."

هغه وویل چې دا "ښکاره" ده چې د زاپوریژیا بټۍ د "فزیکي بشپړتیا څخه څو ځله سرغړونه شوې ده."

ښاغلي ګروسي وویل، "زه اندیښمن وم، زه اندیښمن یم او زه به د بټۍ په اړه اندیښمن واوسم."

د ملګرو ملتونو پلټونکي چې دغه اټومي بټۍ ته رسیدلي او حتی ګروسي وایي چې هلته "مخ په زیاتیدو نظامي فعالیت" موحود دی.