شاته

امریکا کې په ډزو ټپي شوی هالنډی عسکر مړ شو

د هالنډ د دفاع وزارت دوشنبه اګست ۲۹ (وږي۸) ویلي چې یو سرتیری یې چې تیره اوونۍ د متحده ایالاتو د انډیانا په ایالت کې ټپي شوی و، په روغتون کې مړ شوی.

د وزارت په اعلامیې کې د مړ شوي سرتیري د پیژندګلوۍ په هکله معلومات ندي ورکړل شوي خو یوازې دومره یې ویلي چې هغه د کومانډو د قول اردو غړی و او امریکا ته د نظامي روزنې لپاره تللی و.

د هالنډ نظامي چارواکو ویلي دوه نور سرتیري چې پدې پیښه کې ټپي شوي و په خود شوي او خبرې کولی شي.

د انډیانا په ایالت کې پولیس وایي چې تر اوسه یې د پیښې په تړاو څوک ندي نیولي.

سیمه ایزو پولیسو ویلي ګمان کیږي چې دا سرتیري د هوټل څخه د باندې چې دغه سرتیري پکې اوسیدل د ځینو کسانو سره د شخړې له کبله ټپي شوي وي.

د انډیاناپولیس امنیتي چارواکو ویلي چې افسرانو دا هالنډي سرتیري پداسې حال کې د هوټل څخه د باندې وموندل چې ډزې پرې شوې وې او ټپیان وو خو دا یې ندي ویلي چې ډزې چا او ولې کړیدي.

د هالنډ د دفاع وزارت په یوې اعلامې کې د دې سرتیرو ټپي کیدل تائید کړي و او دا یې هم ویلي و چې د یو سرتیري روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ دی.

امریکا کې دا هالنډي سرتیري داسې مهال ټپي کیږي او یو یې وژل کیږي چې څه موده وړاندې په متحده ایالاتو کې د ډله ایزو بریدونو د څو پیښو څخه وروسته کانګریس د وسلو د کنټرول لایحه منظوره کړه چې جمهور رئیس جو بایډن هم توشیح کړه.

په وسلو د کنټرول د لایحې تر څنګ متحده ایالاتو د استازو مجلس غړیو جولای ۲۹ پدې هیواد کې په نیمه اتوماتیک ټوپک بندیز منظور کړ.

د کانګریس دا اقدام پدې تیرو څو کالونو کې ساری نلري او داسې ښکاري چې پدې هیواد کې د وسله وال تشدد تازه پیښو ته په غبرګون کې شوی ځکه په ډله ایز وسله وال تشدد کې ډیری وخت د همدې وسلو څخه کار اخیستل شوی.

پدې وسلو پخوا هم بندیز و خو دا قوي وسله چې ډیری وخت ځوانان ترې په ډله ایز وسله وال تشدد کې کار اخلي، یو ځل بیا یې د خلکو پام جلب کړی.

د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۴ کال کې ددې وسلو په تولید او پلور محدودیت ولګید خو دا چې کانګریس غړیو ونشو کړی پدې وسلو د بیا بندیز لګولو لپاره سیاسي ملاتړ تر لاسه کړي او د هغوي سره چې وسلو لپاره لابي کوي، مبارزه وکړي، هغوي ونشو کړی دا وسلې بندې کړي

یوه غیر انتفاهي ټولنه چې په متحده ایالاتو کې د تشدد هغه پیښې څارې او په هکله یې معلومات راټولوي چې د وسلې څخه پکې کار اخیستل شوی وي، وایي په ۲۰۲۱ کال
کې په ټولې امریکا کې ۲۱ زره کسان د تشدد په هغو پیښو کې وژل شوي چې وسله پکې کارل شوې.

همدې ټولنې ویلي چې د ډله ایزو ډزو ۶۹۳ پیښې یې ثبت کړي چې ۷۰۲ کسان پکې مړه شوي. ډله ایزې ډزې معمولاً هغو پیښو ته ویل کیږي چې قربانیان یې لږ تر لږه ۴ یا تر دې ډیر کسان وي