شاته

ايمنسټي انټرنېشنل غوښتلي په شهباز ګِل د تشدد د تورونو پلټنې دې وشي

د بشري حقونو نړيوالې ادارې ايمنسټي انټرنيشنل غوښتلي چې پاکستان دې د دې الزامات تحقیقا وکړي چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند په یو چارواکي شهباز ګِل د پولیس په ولقه تشدد شوی دی.

د ادارې د سويلي اسيا څانګې ويلي، "د شهباز ګِل وکيلانو تورونه لګولي چې په ګِل تشدد شوی، اداره په دې اندېښنه لري او د دغو تورونو د سمدستي، موثره او بې طرفه" پلټنې د وکړی شي.

شهباز ګِل د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان چيف اف سټاف يا وياند دی او د تيرو څو ورځو نه د پوځ پرضد د بیان په تور نيول شوی دی.

شهباز ګِل چې دوه شپې وړاندې د اسلام اباد پوليسو د اډياله جېل څخه پمز روغتون ته د درملنې دپاره بوتللی وو، د جمعې په ورځ د اسلام اباد جوډيشل مجسټرېټ ته وړاندې کړی او عدالت د هغه د طبي معاينې حکم کړی او د ګل د ورځې پورې يې د هغه په پمز روغتون کې ساتلو ويلي وو.

د شهباز ګِل وکيلانو تور لګولی چې په هغه د پوليس ریمانډ په مهال سخت تشدد شوی دی.

عمران خان په خپله په یو ټويټ کې ویلي چې، "په عکسونو او ويډیوز کې واضحه ده چې په ګِل د جنسي تشدد سره بدني تشدد شوی دی او هغه هم په ناوړه طريقې سره، د هغه د ماتولو دپاره د هغه سپکاوی شوی دی".

خو د اسلام اباد پوليسو ويلي، "ميډيکل بورډ شهباز شبير [شهباز ګِل] صحتمند ګرځولی او هغه بهانې کوي ځان ناروغه ښکاره کوي او د ناروغۍ په بهانه د پلټنو په وړاندې خنډان جوړوي خو د قانون لاره نه شي نيولی".

له دغې وړاندې په 18 اګست د اسلام اباد پوليسو یو اشتهار خپور کړی او ويلي يې وو چې که د چا سره په شهباز ګِل د تشدد د تورونو ثبوت وي پوليس ته دې وړاندې کړي.

عمران خان په شهباز ګِل د تشدد پرضد نن د احتجاج غږ کړی دی.

شهباز ګِل په وروستيو کې د پاکستان په یو شخصي ټي وي چېنل [اې ار وايي] د پوځ په اړه بيان ورکړی او تور يې لګولی وو چې حکومت د پوځ د لاندې او مينځنۍ کچې افسران د تحریک انصاف پرضد راپاروي.

په نهم اګست پاکستان کې د الېکټرانک ميډیا د څار او انتظام ادارې [پېمرا] اې ار وايي ټي وي ته شوکاز نوټس ورکړی چې د شهباز ګِل هغه بيان یې خپور کړی کوم چې د وسله وال پوځ په صفونو کې د بغاوت د راپارولو برابر دی. د پاکستان حکومت د ای ار وايي نشریات ځنډولي وو.

او شهباز ګِل هم بيا په نهم اګست په اسلام اباد کې ګرفتار کړی شوی وو.

علي وزیر او شهبازګِل

د شهباز ګِل په اړه خبرونو ته په پاکستانۍ د ډېر ځای ورکولو په سر په ټولنیزو رسنیو پوښتنې را ولاړې شوي چې د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي علي وزیر ته په مطبوعاتو کې ځای نه ورکول د ډوميسايل مسله ده؟ که بل څه دي؟

څيړونکې او جرنلسټې فرزانه علي په ټويټر ويلي يې دي "څومره د حېرانتيا خبره ده، چې په دوه تنو يو شان تورونه، يو اېم اېن اې او بل د يو ګوند وياند يا چيف سټاف، خو په ټي وي بندېز، په عدالتونو کې د مقدمو ځنډ، او بل پرله پسې په ټيلي ويژن او عدالتونو کې ښکاره کول، ايا د ډوميسايل [پېژند پاڼې] فرق دي يا بل څه؟".

دغه ډول په کال 2019 کې د بشري حقونو فعال ادريس خټک چې د موټر وی په صوابۍ انټرچېنج نيول شوی د هغه په اړه هم د بشري حقونو تنظيمونو پوښتنې راولاړې کړې چې هغه پټ ساتل شوی او پوځ پرې په پټه مقدمه چلولې وه. اول خو د خټک د نيولو په اړه حکومت يا ادارو تاييد نه کولو خو وروسته په پېښور هايکورټ کې په دغه اړه د خواست وروسته د دفاع وزارت ويلي وو چې ادريس خټک د پوځ په ولکه کې دی.

ادرس خټک
ادرس خټک

په ادريس خټک تور لګول شوی وو چې د برتانيي د استخباراتي ادارې يو تن مايکل سېمپل ته د پاکستان د سلامتۍ خلاف حساس مالومات ورکړي دي،او تير کال د دسمبر په مياشت کې پوځي عدالت نوموړي ته په دغه قضيه کې د 14 کالو د قيد سزا اورولې وه.

د ادريس خټک د مقدمې په اړه د هغه یو وکیل طارق افغان څو میاشتې وړاندې وي او اې ډیوه ته ويلي وو، خټک ته چې کومه سزا اورول شوې د هغې خلاف دوي د پاکستان د پوځ سر لښکر ته خواست کړی خو لا تر دې دمه څه فېصله مخې ته نه ده راغلې.

هغه ويلي وو چې د ادريس خټک خلاف کومه فېصله شوې نو د هغې نقل هم دوی ته نه دی ورکړل شوی او د هغې پرته د فېصلې خلاف ارمي چيف ته اپيل شوی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​