شاته

د انډونیزیا د بالي په چاودنو کې د ککړ کس د ممکنه خوشې کېدو پرسر سخت غبرګون راپارېدلی

واشنګټن - د پاکستان نه په کال 2011 کې ګرفتار کړی شوی د انډونیزیا بالي بمي چاودنو کې ککړعمرپتیک امکان دی په پی رول خوشې کړی شي په کومه چې داخل او خارج کې سختې نیوکې شوي.

داسې امکان دی، چې په کال 2002 د انډنیزیا بالي خونړیو بمي چاودنو ذمه واره تن عمرپتیک په پيرول خوشې کړی شي. دا خبره په قانوني چارو خبر یو ځايي چارواکي کړې ده.

د دې خبر په خپریدو په بمي چاودنو کې د قرباني شویو ځايي او بهرنیو خلکو خپلوخپلوانو سخت غبرګون څرګند کړی دی.

عمر پتیک چې په سر یئ د یو ملین ډالرو انعام وو، په کال 2011 کې د جرم نهه کال پس د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې نیول شوی وو چرته چې هم دغه کال د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن هم په دغه ښار کې څو میاشتې دده د نیول کیدو ورستو د امریکا لخوه برید کې وژل شوی وو.

عمرپتیک چې القاعده سره تړلې جامعیه اسلامیه ډلې سره اړیکې لري په کال 2012 کې د شلو کالو لپاره هغه مهال جیل ته ولیږل شو کله چې دی د بالي په یو نائټ کلب کې بمي چاودنه کې د پیښې کیدو لس کاله پس ککړ ثابت شو. دغه چاودنو کې 202 کسان وژل شوي وو چې پکې 88 د اسټریلیا وګړي وو.

عمرپتیک باندې په کال 2000 کې په یو چرچ خونړۍ بمي چاودنه کې د رول لرلو جرم هم ثابت شوی وو. ده ته د اګست میاشتې په 17مه نیټه د انډونیزیا خپلواکۍ ورځې د لمانځلو په تړاؤ د بند سزه کې کمۍ راوستل شوی وو کوم چې عموماً په دغه ورځ یاد هیواد کې کیږي.

د انډنیزیا ختیځ جاوه صوبې د قانون او بشري حقونو دفتر یو مشر ويلي په بند کې په دریو کې دوه برخې سزه تیرولو ورستو عمرپتیک په قانوني توګه حق لري چې په پی رول باندې خوشي شي.

دغه چارواکی ضائروجي چې هم په یوه نوم يي خپله پیژندږلو رائټرز خبري ادارې ته کړې وايي دا معامله اوس د انصاف وزارت ته د منظورۍ لپاره لیږل شوې ده.

د پیښې ښکار شوې یوې ښځې تهائيولینا مارپونګ رائټرز خبري ادارې ته ویلي طمه کوي چې حکومت او په خصوصي توګه صدر جوکو ویډوډو به د خوشې کیدو دا پریکړه رد کړي.

نوموړې د چاودنې په وخت د نائټ کلب خوا ته د تیریدو په وخت په لاسو سوزیدلې او وايي چې دردونو یئ د سترګو اوښکې وچې کړي خو لا یې هم اندامونه هغه درد محسوسوي.

په پریکړه اسټریلیا کې هم سخته غصه راپاریدلې او وزیراعظم انتوني البینس ویلي د پټیک په خوشې کیدو به په اغیزمنه شوو کورنیو ډیر بد اغیز وشي.

په کوینزلینډ کې رائټرز خبري ته نوموړي ویلي هلته به یو نظام وي چې په کلیزو لمانځلو به سزاګانې کمیږي خو کله چې یو تن انتهايي په لوۍ شمیر د قتلونو جرم کړی وي نو بیا به ددوۍ غبرګون ډیر سخت وي او زیاتوي چې حکومت به یې دا ستونزه د انډونیزیا سره راپورته کوي.

د بالي بمي چاودنو مرکزي مجرم حمبلي چې انصپ نورجمان په نوم هم پیژنده شي دې وخت په ګوانتناموبی کیوبا کې په بند کې پروت دی او د کال 2006 نه عدالت ته د وړاندې کیدو په انتظار دی.