شاته

 ‎امريکا د اوکراين د ځواکونو حرکت نور توانمن کوي

واشنګټن- د اوکراين ځواکونو ته د امريکا لخوا د 775 ميلينه ډالرو نوې پوځي مرستې ورکول کيږي چې قابض روسي پوځ د خپلو سيمو نه وباسي او واک يې بيرته واخلي.

پينټاګان د جمعې په ورځ د دې پخلی کړی چې د امداد ورکولو تياريانې روانې دي او دا به په تېر يو کال کې نولسم امدادي پيکېج وي چې امريکا يې اوکراين ته ورکوي.
په نوي پوځي امداد کې د اوکراين 16 مهم توپخانې نظام ته بارود، ټينک شکن ګولې، د راډار خلاف استعمالېدونکي ميزايل او د ماين پاکۍ اوزار ورکول کيږي.

د پينټاګان يو چارواکي ميډيا ته د نوم د نه ښودلو په شرط ويلي دا صلاحيت به د اوکراين د ځواکونو حرکت نور تېز او قوي کړي چې په خصوصي توګه سويلي اوکراين کې خپل فعاليتونه نور مظبوط کړي.
چارواکي وويل “دا روايت به روان وي چې تر څو اوکراين دې ته اړتيا لري. دا اخري ځل نه دی”.

د نوي امداد مهمه برخه د هغه وسلو ده چې رسا ويشتل کوي او دا به د اوکراين د توغنديو نظام نور قوي کړي چې د 70 کيلوميټرو پورې به کار کوي.

امريکايي چارواکي د اوکراين د صلاحيت په اړه وايي، کچرې دا نظام ورته ورکړل شي دا به ټوله لوبه بدل کړي او د اوکراين پوځ به د دې جوګه شي چې د روس کمانډ اينډ کنټرول مرکزونه او د رسد ډپوګان په نخښه کړي.

د امريکا د دفاع وزارت يو چارواکي ويلي “مونږه وليدل چې د اوکرين د توغنديو نظام څومره په مهارت کار کوي. دا د اوږد واټن پورې ويشتل کونکي توغندي به حالات بدل کړي ځکه چې په جنګ کې يې ناشنا بدلون راوستلی دی”.

دا نوی امداد په درې اونۍ کې منظور شو او دا د پينټاګان د يو بيلين هغه امداد نه بيل دی چې د اوکرين د امنيت د پاره اعلان کړل شوی دی او د دې کال د جنورۍ نه په دې خوا امريکا اوکرين ته د 10.6 بيلين ډالرو مرستې ورکړي.

اوکريني چارواکو د امريکا او نورې غربي نړۍ نه د نورو وسلو غوښتنه کړې او دا يې ژر تر ژره غوښتلي. د امريکا د اوږد مزل ويشتونکي ميزايل نظام غوښتنه يې هم کړې چې د 300 کيلوميټره پورې ويشتل کولی شي.

د اوکراين د دفاع وزير اولېکسي ريزنيکوف وي او ای ته ويلي “مونږ هيله کوو چې د ياد نظام په راکولو کې به سياسي پرېکړه وشي چې وتوانيږو د ډېرو نه ډېرو پوځيانو او عامو خلکو ژوند وژغورو”.