شاته

د "افغانستان ملي مقاومت جبهې" خپلې بنسټیزې کرښې اعلان کړلې

د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې د طالبانو پر ضد د یو کال سیاسي او نظامي فعالیت کولو وروسته شنبه اګست ۱۳ (زمري۲۲) د خپلې مبارزې بنسټیزې کرښې اعلان کړلې چې ۳۴ مادې لري.

دې جبهې په اعلان شوي منشور کې چې پخپل رسمي ویب پاڼې کې خپور کړی ویلي چې ، " سیاسي، ټولنیزو، قومي او نظریاتي توپیرونو ته له پام کولو پرته د طالبانو پر ضد د ټولو مخالفینو يو ځای کول یې داعیه ده".

په اعلان شویو بنسټیزو کرښو کې طالبان "یاغیان او د واک عاصبین" بلل شوي او هغوي پر ضد یې مقاومت داسې توجیه کړی: " دا ډله په شرعي توګه باغیان دي چې هیواد یې اشغال کړی او د هغوي لخوا د هر ډول د واک کړنې نامشروع دي. نو دنده مو ده چې د خلکو د ځان، مال ، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړو".

قبل از این، گروه طالبان که حالا تقریباََ بر همه قلمرو افغانستان حکمرانی می کند،‌ مخالفان مسلح خود را نیز "حلقات باغی" خوانده و با کم اهمیت جلوه دادن مخالفان مسلح، گفته است که مخالفان در رسانه های اجتماعی فعال اند.

د احمد مسعود ډله پداسې حال کې طالبان یاغیان بولي او د هغوي پر ضد جګړه پر ځای بولي چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په افغانستان کې د امنیت راوستل د طالبانو حکومت د تیر یو کال له لویو لاسته راوړنو څخه دي اوپه خبره یې په وړاندې وسله وال مقاومت نشته.

ذبیح الله مجاهد له ملي تلویزیون سره مرکي کې په افغانستان کې ځیني چاودنې چې د عاشورا په مراسمو وشوې، د داعش ډلې کمزوري بللې او ویلي یې دي چې داعش په دغه هیواد کې ځپل شوې او په افغانستان کې پر کوم پوځي او دولتي ځای د برید وړتیا نلري او په خبره یې یوازې په عامو ځایونو کې د بمونو په چاودنو سره غواړي د خلکو په منځ کې «وحشت» رامنځته کړي.

د طالبانو د رئیس الوزار اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په کابل کې یو غونډې ته وویل چې په افغانستان کې امنیت په بشپړه توګه تامین شوی دی.

د ملي مقاومت د جبهې په منشور کې واضح شوې چې سیاسي، نظامي، ټولنیز او کلتوري مبارزې یې په هیواد کې د اشغال، ظلم او تیري په مقابل کې دي او دا چې دا جبهه د دفاع، عدالت، آزادۍ او داسې نظام د جوړولو پر اساس جوړه شوې چې د خلکو نظرونه پکې اوریدل کیږي".

د دې منشور په یوې بلې برخې کې راغلي چې په هیواد کې د ملي یووالي په ټینګولو او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ د خوندیتوب په هدف د "غیر متمرکز اسلامي نظام غوښتونکي دي چې په قانون ولاړ او د خلکو د ارادې سره برابر وي ".

د مقاومت جبهه په عملي بڼه د طالبانو په واسطه د کابل له سقوط وروسته د احمد مسعود په مشرۍ په پنجشیر کې پوځی حضور اعلان کړ. د احمد مسعود پلار احمدشاه مسعود هم د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د طالبانو ضد پاڅون د جبهې جګپوړی قوماندان و.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ او په ورته وخت کې د ملي مقاومت د جبهې چې اوس مهال د طالبانو پر ضد د وسله والو سیاسي مخالفانو څخه ده، درامنځته کیدو څخه نژدې یو کال پوره کیږي.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهه د پوځي اړخه په پنجشیر ولایت، د اندراب په دریو ولسوالیو، د بغلان ولایت د خوست فرنګ ولسوالۍ او د تخار ولایت په ورسج ولسوالۍ کې فعاله ده.