شاته

بره دير: په پوځيانو چاودنه کې دوه عسکر وژل شوي، يو ژوبل

د خېبرپښتونخوا په بره دير ضلع کې دافغانستان پولې ته نزدې په پوځيانو چاودنه شوې، دوه پوځيان وژل شوي او يو بل ژوبل شوی دی.

د بره دير ضلعې د شاهي کوټ پوليس تاڼې مشر [اېس اېچ او] جهانزېب خان وي او اې ډيوه ته تاييد کړه چې د بره دیر ضلعې په نصرت دره کې د افغانستان سره په پوله په چمبو علاقه کې پوځي سرتيري چينې ته اوبو له تللي او په ځمکه کې ښخ بم پرې چاودلی دی.

هغه وویل په چاودنه کې ساجد سپاهي او عدنان ممتاز سپاهي وژل شوي او رياست سپاهي پکې ژوبل شوی دی.

نوموړي زياته کړه دا پېښه د بره دیر ضلعې نصرت دره د افغانستان د کونړ صوبې سره په پوله پرته علاقه ده.

پوځ په خپله د دې چاودنې په اړه تراوسه څه نه دي ويلي او نه د دې پېښې زمه واري تراوسه چا منلې ده.

پوليس افسر وویل، پوځيان موقعې ته رسېدلي دي پوليس هلته نه شي تلی دغلته د پوځيانو چيک پوسته ده.

جهانزېب خان وويل، دا افواګانې شته دی چې دلته وسله وال راغلي دي او د افسرانو لخوا دوی ته وخت په وخت د چمتو پاتې ويل کيږي.

د خېبرپښتونخوا د ملاکنډ ډويژن په بره دير ضلع کې دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په وروستيو کې په سوات او دير کې د وسله والو د موجودګۍ يا ښکاره کېدو خبرونه مخې ته راغلي دي.

په 6م اګست په کوز دير ضلع کې د واکمنه ګوند تحریک انصاف د صوبايي اسمبلۍ غړي ملک لياقت علي په ګاډي ډزې شوي، اېم پي اې پکې د پينځه کسانو سره ژوبل شوی او څلور کسان پکې وژل شوي وو.

له دغې وروسته د سوات په مټه تحصيل کې د وسله والو د موجودګۍ د پوځي او پوليس افسر د يرغمال کولو هم ويل شوي وو.

او وروسته په ټولنیزو رسنیو ځينې ويډیوز خپرې شوي چې په سوات کې په غټه کچه وسله وال شتون لري، خو قانون نافذونکې ادارې هر ډول ممکنه اقداماتو ته تيارې دي.

تيره شپه بيا د خېبرپښونخوا د پوليسو په فېس بک پاڼه په ورکړی شوې خبرپاڼه کې ويل شوي "مونږ د عامو خلکو په دې اندېښنه خبر يو چې د سوات حالات د کال 2008/09 وخت ته بيرته تلی شي کله چې وسله والو په سيمه کې د خپل شريعت د لارې واک کولو".

پوليسو ويلي "د خېبرپښتونخوا پولیس خلکو ته باور ورکوي چې مونږ په حقيقت خبر يو چې د سوات ځینې کسان چې وړاندې په افغانستان کې اوسېدل اوس د سوات په لرې پرتو غرونو کې شتون لري".

پولیسو زياته کړې "سوات د سېول انتظامیې په پوره قابو کې دی او امنيتي ادارې چمتو دي چې هر ډول حالاتو ته ځواب ورکړي".

په پوليس خبر پاڼه کې دا هم ويل شوي چې "قانون نافذونکې ادارې په مناسبه طريقه په ځای کړی شوي او د سيمې د خلکو د هيلو سره سم به په سوات کې د امن دپاره ټول ممکنه اقدامات کوي".

خو بل لور ته بيا تحریک طالبان پاکستان ويلي، طالبان کله هم د خپلو علاقو نه په مکمله توګه نه دي وتلي، د وزیرستان نه د سوات پورې په څه نه څه شکل کې يې خپل وسله وال وجود په ځای ساتلی دی. او اوس د جعلي ويډیو د لارې په خلکو کې ويره خورول کيږي، خو په حقيقت کې په سوات کې وسله وال د لسو، دولسو کالو راهسې د تشکيل په توګه موجود دي.

ټي ټي پي ویلي، په ډاګه کول غواړي چې په دغو علاقو کې د دوی افرادي قوت سېوا کيږي، دا پروپېګنډا غلطه ده چې دوی راوستل کيږي او که د حقيقت خلاف د منفي پروپېګنډې په وجه په سوات کې اپرېشن يا عمليات کيږي نو دوی محتاط او په ځواب کولو ته تیار دي.

ټي ټي پي د قلنګ يا بهتې اخستو څخه لاتعلقي څرګنده کړې او ويلي يې دي دوی تل د مقصدي او بامعني مذاکراتو په حق کې پاتې شوي دي او د مذاکراتي عمل جاري ساتلو دپاره د صبر نه کار اخلي باوجود د دې چې د دوی ملګري نيول کيږي.

په وروستيو کې د عوامي نیشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان دعوه کړې چې د خېبرپښتونخوا وزيراعلا [محمود خان]، د قومي اسمبلۍ مخکني سپيکر اسد قېصر او درې وزيرانو طالبانو ته قلنګ يا بهته ورکړې ده.

خو د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا د اطلاعاتو سلاکار بېرسټر محمد علي سېف ويلي وو داسې کومه پېښه نه ده شوې.

دا خبرونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان ترمنځ مذاکرات روان دي او د مذاکراتو په مهال ډز بندي ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​