شاته

رپورټ:دتېرې جولایي میاشت کې پاکستان کې په 85 ښځو جنسي تېری شوی اؤ 133 تښتول شوي دي

په پاکستان کې يو غېر دولتي تنظيم په خپل مياشتني رپورټ کې ويلي چې سږکال د تېرې جولایي مياشت کې د هېواد دننه 133 ښځې تښتول شوي او د 85 څخه زياتې ښځې د جنسي تیري او تشدد نښه ګرځول شوي دي.

د سسټېن اېبل سوشل ډوېلپمنټ ارګنایزېشن په نوم دسازمان دې تازه رپورټ کې ويل شوي چې د جولایي په مياشت کې 108 ماشومان د جنسي زياتي ښکار شوي، 82 ماشومان تښتول شوي او په دې مهال نزدې 22 ماشومان وژل شوي هم دي.

د سسټېن اېبل سوشل ډوېلپمنټ ارګنایزېشن او سنټر فار ريسرچ، ډوېلپمنټ اېنډ کميونيکېش په خپل راپور کې وېلي د تېر جولایي مياشت کې په ښځو د جسماني حملو لږ تر لږه 133 پېښې رپورټ شوي دي.

په دې کې تر ټولو زیاتې 77 زنانه په پنجاب کې د تشدد نښه جوړې کړی شوې دي. سند کې 34،خېبرپښتونخوا کې 16 او اسلام اباد کې په ښځو د تشدد 6 پېښې رپورټ شوي دي.

رپورټ وايي د بلوچستان څخه داسې کومه پېښه نه ده رپورټ شوې.

په رپورټ کې راغلي چې په ټول هېواد کې 133 ښځې تښتول شوي هم دي چې په کې په پنجاب کې 93، سند او اسلام اباد کې په ترتيب وار ډول 20 او 15 ښځې تښتول شوي دي. بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې د ښځو د تښتولو دوه او درې پېښې رپورټ شوي دي.

د رپورټ ترمخه دغه ډول په ټول هېواد کې د جولایي په مياشت کې په ښځو د جنسي تیري 85 پېښې رامنځ ته شوې دي چې په کې 47 پېښې يوازې د پنجاب نه رپورټ شوي دي.

سند کې 16 او په خېبر پښتونخوا کې 11 ښځې د جنسي زياتي ښکار شوي دي.

رپورټ کې ويل شوي چې د تېر جولایي په مياشت کې 7 ښځې د غېرت په نوم وژل شوي هم دي چې پکې 4 ښځې په سند او 3 په پنجاب کې وژل شوي دي.

د اېس اېس ډي او اېګزیګټيو ډایریکټر سيد کوثر عباس ډيوه ته وايي دا رپورټ څرګندوي چې اوس په پاکستان کې د ښځو او ماشومانو خلاف جرمونو رپورټ کېږي او پوليس مقدمې هم درج کوي.

هغه وایي که څه هم دا ددې يو ښه اړخ دی خو زياتوي ولې بلخوا دا يو منفي اړخ هم په ګوته کوي او هغه دا چې په داسې جرمونو کې زياتره مخکې کاروايي بيا په نظر نه راځي او که وکتل شي نو د ښځو او ماشومانو پرضد جرمونو کې د ککړو تنانو د سزا شرحه د 3 فيصدى نه هم کمه ده.

د رپورټ مطابق سږکال د جولایي په مياشت کې 108 ماشومان د جنسي زياتي نښه هم جوړ کړی شوي دي چې په کې 42 پنجاب، 32 خېبرپښتونخوا او 21 ماشومان په سنده صوبه کې د جنسي تېريو ښکار شوي دي.

اسلام اباد کې 10 او بلوچستان کې 3 ماشومان د جنسي زياتي ښکار شوي دي.

رپورټ زياتوي چې په ګرد پاکستان کې 82 ماشومان تښتول شوي دي چې په کې 30 ماشومان د پنجاب څخه، 27 د خېبرپښتونخوا څخه، 13 د سنده څخه، 8 ماشومان د اسلام اباد نه او 4 ماشومان د بلوچستان اېالت څخه تښتول شوي دي.

د ماشومانو د حقونو فعال عمران ټکر ډيوه ته وايي که څه هم د ماشومانو خلاف جرمونه په مېډيا کې رپورټ کېږي، پوليس مقدمې هم درج کوي خو پکار ده چې د ماشومانو خلاف د جنسي تشدد او تېريو عوامل هم ولټول شي او ټولنه کې ددې په اړه بېداري هم خپره کړی شي.

هغه وايي دې ته هم کتل پکار دي او تحقیق ته اړتیا لري چې يو بالغ تن د ماشوم سره جنسي زياتي کولو ته ولې راغب کېږي بيا په ځنو کېسونو کې دغه تن د جنسي زياتي وروسته ماشوم ولې وژني؟

رپورټ کې ويل شوي چې د جولایي په مياشت کې لږترلږه 37 ماشومان د جنسي زياتي ښکار شوي دي، سنده کې 14، خېبرپښتونخوا کې 11،پنجاب کې 10 او اسلام اباد کې 2 ماشومان د جنسي زياتي ښکار شوي دي.

اخوا په رپورټ کې دا هم ویل شوي چې دې موده کې نزدې 22 ماشومان په وهلو ټکولو هم وژل شوي دي چې په کې په پنجاب کې 10، سند او خېبر پښتونخوا کې په پرله پسې ډول 5 او 3 ماشومان وژل شوي دي او داسې اسلام اباد او بلوچستان کې 2،2 ماشومان وژل شوي دي.

رپورټ وايي چې په پنجاب او سند کې د کم عمرۍ د ودونو 3،3 پېښې رپورټ شوي دي