شاته

د طالبانو حکومت د 'يو کلن کېدو' له امله افغان مېرمنو اسلام اباد کې اعتراضونه پيل کړي

یو شمېر افغان مېرمنو د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت د یو کلن کېدو له امله په اعتراض لاس پورې کړ.

اعتراض کوونکې وایي د طالبانو په تېر یو کلنه واکمنۍ کې د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه نقض شوي دي.

دوی په خپلو شعارونو کې د طالبانو د حکومت د رسمیت نه پېژندلو غوښتنې کولې.

دغو اعتراض کوونکو مېرمنو وویل د ننني اعتراض هدف یې د طالبانو د یو کلنې واکمنۍ او د د دوی له لوري افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د نقض پر ضد دی.

د دغو اعتراض کوونکو له ډلې فضیله غفوري د اګسټ ۱۵ نېټه د طالبان په لاس د افغانستان د سقوط ورځ د دغه هېواد په تاریخ کې توره ورځ بولي وایي د طالبانو د جنایتونو پر ضد یې دا اعتراض کړی دی.

فضیلې ازادي راډیو ته وویل: "ښځې اسلام اباد کې راټولې شوې او یو لاریون یې ترسره کړ د دې لپاره چې طالبانو په تېر یو کال کې په افغانستان کې وژنې او جنایتونه کړي دي، د ښځو صلاحیتونه یې سلب کړل او د نجونو پر مخ یې د ښوونځیو دروازه وتړلې، په افغانستان کې نسل وژنه، ترور او وژنې یې وکړې نن د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو لپاره توره ورځ ده."

افغان معترضو ښځو په داسې حال کې په اسلام اباد کې د "طالبانو ته نه، ترهګرو ته نه او ترهګر پالو ته نه" شعارونه ورکړل چې دوشنبه د اګسټ پنځلسمه د طالبانو په لاس د افغانستان د سقوط له ورځې سره برابره ده.

له هغو وروسته څو ځلې طالبان له پاکستانه د حکومتي چارو د لارښوونو په اخیستو تورن شوي او له پاکستان سره د طالبانو پر نږدې اړیکو پرې تل تُندې نیوکې شوې دي.

په دې وروستیو کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له یوې المانۍ رسنۍ شپېګل سره په مرکه کې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د تړلو لامل پاکستان بللی.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامدکرزی
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامدکرزی

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته د نجونو پر مخ له شپږم ټولګیو پورته د ښوونځيو دروازې وتړلې او د دولتي ادارو د ښځینه کارکوونکو پر زیاتره کار کولو سربېره یې د محدوديتونو ترڅنګ پر ښځو حجاب لازمي کړ.

که څه هم د دغو اعتراض کوونکو د څرګندونو په اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او مرستیال یې بلال کریمي د دې راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه کړې خو له دې مخکې یې دغه ډول تورنه رد کړي او ویلي یې دي چې د ښځو حقونه یې د اسلامي شریعت په اساس رعایت کړي - هغه څه چې د خپلې یوې کلنې واکمنۍ سره یې تر دې دمه مشخص تعریف کړي نه دي.

په اسلام اباد کې د اعتراض کوونکو ښځو له ډلې فوزيه وحدت وايي، سره له دې چې نړيوالې ټولنې افغان مېرمنې هېرې کړي او د تېر کال د حالاتو په اړه يې چوپه خوله پاتې ده، خو افغان مېرمنې به مبارزې ته دوام ورکړي.

د افغان نجونو پر مخ تر ټولو لوی محدوديت له شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو تړل دي چې له بندېدو يې نږدې کال پوره شو.
د افغان نجونو پر مخ تر ټولو لوی محدوديت له شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو تړل دي چې له بندېدو يې نږدې کال پوره شو.

نوموړې وويل: "ملګري ملتونه د ټولې نړۍ په توګه د طالبانو او دغې تروریستي ډلې پر وړاندې چوپه خوله پاتې دي او دا خلک یې یوازې پریښي، زموږ غوښتنه دا وه چې موږ باید د دې ترهګرې ډلې پر وړاندې یوازې پاتې نه شو، کله چې موږ جګړه کوو، نړیوالې ټولنې په رسمیت وپېژانده. طالبان شل کاله د ترورېست په توګه و خو نن زموږ په جغرافیه کې د دجال په څېر له دغې ترهګرې ډلې سره یوازې پاتې یو.

په تېر یوه کال کې ملګرو ملتونو او د نړۍ نورو بنسټونو او هېوادونو هڅه کړې چې د خبرپاڼو، راپورونو او ویناوو په خپرولو سره د افغانستان وضعیت او له خلکو په ځانګړې توګه له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند وغندي.

خو اعتراض کوونکې ښځې وايي، چې په پاکستان کې د پيل شويو لاريونونو لړۍ به شلو نورو هېوادونو ته وغځوي.