شاته

شمالي وزيرستان: اتمانزو د خپلو غوښتنو منلو دپاره حکومت ته 15 ورځې وخت ورکړی

په شمالي وزيرستان کې د 28 ورځو راهسې په احتجاج د اتمانزو قومي جرګې سره د خبرو دپاره د جمعې په ورځ حکومتي جرګه ورغلې، د اتمانزو د مشرانو سره یې خبرې شوي او بيا په دې سلا شوې چې د احتجاج کوونکو غوښتنې به د وزیراعظم شهباز شریف سره شريکولی شي او د ځواب دپاره 15 ورځې وخت ورکړی شوی دی.

د حکومت لخوا د جوړې سياسي 16 کسيزه جرګې يو غړي د عوامي نيشنل ګوند ميا افتخار حسېن په بنو پرېس کلب کې خبريالانو ته ويلي، دوی د اکرم خان دراني په مشرۍ د اتمانزو د جرګې سره وليدل، او يو بل يې واورېدو.

میا افتخار حسېن وويل، د اتمانزو د جرګې یوه غوښتنه وه، امن، نو امن ډېر جامع لفظ دی هر څه به سمول وي.

نوموړي زياته کړه، "د خبرو په اخره کې هغوی [د اتمانزو مشرانو] وويل چې مونږ به دهرنا ختمه کړو 15 ورځې يې مونږ ته مهلت دا راکړو چې په 15 ورځو کې دننه به تاسو د وزیراعظم د لارې د کور کمانډر سره خبرې کوئ او مونږ ورته وويل چې مونږ به پوره کوشش کوو".

ميا افتخار حسېن وويل، "مونږ د اتمانزو مشرانو ته وويل چې مونږ ستاسو د مطالبو ملګري يو او مونږ به ستاسو پوره وکالت کوو".

په شمالي وزیرستان کې د اتمانزو مشران او د علاقې خلک د تیرو 28 ورځو راهسې د ضلعې په اته ځایونو کې په احتحاجي پرلت ناست وو او غوښتنه یې کوله چې په سیمه کې دي د بې امنۍ او د هدفي وژنو مخه ونیول شي.د احتجاج په مهال د ضلعې ټول کاروباري مرکزونه او د ګاډو د تګ راتګ لارې بندې کړی شوې وې.

دا پرلت وروسته له هغې پېل شوی وو چې د جولایې په 14م د جمیت علما اسلام ډلې دوه ځایي مشران قاري سمیع الدین او مولانه نعمان د نامالومه کسانو په ډزو وژل شوي وو.

د اتمانزو د مشرانو سره له دې وړاندې هم ځايي انتظامیې ليدلي خو دوی غوښتنه کړې وه چې په سياسي کچه مشرتابه دې دوی ته د امنيت ډاډ ورکړي.

او بيا په لسم اګست حکومت د سياسي ګوندونو د غړو 16 کسيزه جرګې جوړولو اعلان کړی وو.

د دفاع وزیر خواجه اصف ويلي وو، د وزيراعظم شهباز شريف سره يې په دغه موضوع خبرې شوي او بيا یې په حکومتي اتحاد کې شامل [پي ډي اېم]، او اتحادي ګوندونو د غړو جرګه جوړه کړې دا جرګه به په میرعلي او میرانشا او پخوانۍ فاټا کې کې امنيت په ځای کوي.

پرون د اتمانزو مشرانو ويلي وو که چرته د دغه جرګې سره د دوی خبرې ناکامه کيږي دوی به بيا اسلام اباد ته لاريون کوي.

شمالي وزیرستان د افغانستان خوست صوبې سره په ختیځ کې موقعیت لري او په کال 2014م کې د پاکستان پوځ دغلته د ترهګرو پرضد د ضرب عضب نومي عملیات کړي چې پکې دا سیمه د ترهګرو نه د پاکولو دعوې شوې خو تیره اوونۍ د شمالي وزیرستان د انتظامیه مشر شاهد علي خبرې غونډې ته ویلي د تیرو درې میاشتو نه پکې د ناامنۍ او د هدفي وژنو پېښې سیوا شوي دي.

نوموړي ویلي روان کال په شمالي وزيرستان کې په بېلابيلو پېښو کې ټول 42 امنيتي عسکر وژل شوي چې پکې 37 پوځيان دي.

او سږ کال په سيمه کې د هدفي وژنو 63 پېښې شوي چې پکې زياتره په ميرعلې کې مخې ته راغلي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​