شاته

طالبانو تر راتګ ورسته د ترکیې او افغانستان تعامل ډیر شوی

سره لدې چې په افغانستان کې د طالبانو تر راتګ وروسته ګڼ شمیر هیوادونو د کابل سره خپلې دپلوماتیکي اړیکې پرې کړلې خو ترکیه بیا د ناټو یوازینی غړی هیواد دی چې نه یوازې هلته په سیاسي توګه حضور لري بلکې په نورو برخو کې یې هم پراخه نقش درلود.

د بیلګې په توګه د هلمند په ولایت کې د کجکې بریښنا بند دویمه برخه یوې ترکۍ کمپنۍ جوړه کړه او پدې پروژې کې یې ۱۶۰ ملیونه ډالر پانګه اچولې.

د دې بند د پرانیستلو په مراسمو کې د طالبانو د جګپوړو چاراکو تر څنګ په کابل کې د ترکیې سفیر چیهاد ارګنایي هم برخه اخیستې وه.

د ترکیې سفیر پدې غونډې کې وویل، "سره لدې چې د کجکي بند د افغانستان او زمونږ د هیواد تر منځ په اقتصادي اړیکو کې یوه مهم پانګونه ده خو زمونږ اړیکې لا ژورې او متنوع دي".

ښاغلي ارګنایي همدرانګه وویل چې د ۲۰۲۲ کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې د افغانستان او ترکیې تر منځ سوداګري ۲۳ په سلو کې ډیره شوې.

یو شمیر کارپوهان پدې بارو دي چې د افغانستان سره د ترکیې اوسنی تعامل د ۱۹۲۰ لسیزې سره تړاو لري چې دواړو هیوادونو خوار ګرمې دیپلوماتیکې اړیکې لري.


په واشنګټن ډي سي کې د نړیوالې سولې لپاره د کارنیګي انډومینټ په مرکز کې کاروپوه الپر کاسکن پدې هکله امریکا غږ ته وویل چې د افغانستان او ترکیې تر منځ مثبتې اړیکې هیڅ وخت ګډوډې شوې ندي.


هغه وویل، "ترکیې په افغانستان کې په پوره غور دریځ ټاکلی و او هغه دا چې ترکیې ځواکونه به هیڅکله په افغانستان کې په فعاله توګه په جګړې کې نه ښکیل کیږي. زما په عقیده په افغانستان کې د طالبانو اوسنی رژیم پدې باندې خبر دي".

ترکیه د ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۲۱ پورې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو په چوکاټ کې دیره وه خو په نظامي عملیاتو کې یې برخه نه اخیسته. او د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې په ۲۱ چې طالبانو د افغانستان څخه د ټولو بهرني ځواکونو د وتلو لپاره وروستی مهلت ټاکلی و، خپل ځواکونه وایستل.

ترکیې همدرانګه طالبانو ته وړاندیز کړی و چې د کابل د نړیوال هوایي ډګر ټولې چارې به سمبالوي خو داسې ښکاري چې طالبانو دا غوښتنه نده منلې.

په واشنګټن کې د ویلسن په مرکز کې د جنوبي آسیا د پروګرامونو مرستیال مایکل کوګلمن وایي چې د هوایي ډګر پر سر د طالب چارواکو او ترکیې خبرې پخپل ذات کې ډیر اهمیت لري ځکه طالبانو ټینګار کاوه چې هغوي به د افغانستان په خاورې کې هیڅ یو بهرني هیواد د امنیتي حضور اجازه ورنه کاندي.

د نړۍ د نورو هیوادونو په شان ترکیې هم تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پیژندلی خو تیر کال د اکټوبر په میاشت کې ترکیې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي کوربه توب وکړ او د اناټولیا د دپلوماسۍ په فورم کې کې چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د مارچ په میاشت کې ترتیب کړی و، په لوړه کچه پکې خبرې وشوې او ښاغلی متقي هم پکې و.