شاته

د پاکستاني روپۍ نرخ په چټکتیا سره مخ په بره روان شوی، د ډالر نرخ 215.50 روپو ته راوغورځېدو

د ډالر په مقابله کې دپاکستاني روپۍ نرخ یو ځل بیا په چټکتیا سره په بره روان شوی دی اؤ دجمعې په ورځ د ډالر نرخ درې روپۍ اؤ 38 پیسې په ښکته تللی دی.

دجمعې تر ماسپښېن دپاکستاني بینکونو دننه یو ډالر په 215.50 روپو تبادله کیدو خو په خلاص مارکیټ کې بیا د ډالر نرخ درې روپۍ غورځېدلی اؤ 213 روپو ته لاندې راغلی دی.

تر دې وړاندې د زیارت په ورځ هم د ډالر نرخ3.3 روپۍ غورځېدلی اؤ 218.88 ته رسېدلی ؤ.

دا په داسې حال کې ده چې دمیډیا رپورټونه وایي پاکستان ته دنړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف لخوا د پور ورکړې ته داماده کیدو لیک ترلاسه شوی دی.

پاکستان به په دې خط دلاسلیک کولو نه وروسته دا بیا ایي ایم ایف ته استوي اؤ ترهغې وروسته بیا ددغه نړیوالې ادارې ایګزیکټیو بورډ پاکستان لپاره د پور منظور ورکوي.

اقتصاد پوهان وایي دپاکستاني روپۍ مخ په بره دختو علت هغه ګنګوسې دي چې ګنې ډير زر دایي ایف لخوا پاکستان ته دپور د 1.2 بېلينه ډالرو د ورکړل کیدو احتمال دی.

تر 28م جولایي په انټربینک مارکیټ کې ډالر په 239.94 روپۍ تبادله کیدو اؤ په دې کې تر اوسه 24 روپۍ کمی مخې ته راغلی دی خو په خلاص مارکیټ کې به په دې ورځو کې د ډالر نرخ 30 روپۍ غورځېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه په دې وروستیو کې دامریکې،سعودي عرب اؤ متحده عرب اماراتو چارواکو سره تماسونه نیولي اؤ مطبوعاتي رپورټونه وایي دایي ایم ایف نه دپور دپاتې پیسو په ترلاسه کولو کې یې دهغوئ مرسته غوښتې ده.

پاکستان کې دپیسو دتبادله کوونکو داتحادیې مشر ملک بوستان وي او ای ډيوه ته ویلي هیله ده چې نړیواله مالیاتي اداره ایي ایم ایف به ډیر زر پاکستان ته دپور پاتې پیسې ورکړي چې ددې له امله دپاکستاني روپۍ ارزښت په چټکتیا سره په بره روان شوی دی.

ملک بوستان وایي د ډالر په قيمت کې د استحکام راوستو يوازينۍ لاره هیواد ته د ډالر راتلل زياتول دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان په دې نظر دي چې د روپۍ پیاوړي کولو لپاره به دپاکستان حکومت ته د درامداتو کچه ودرول وي ترڅو د غېر ملکي زر مبادلې په ذخيره فشار کم شي او نزدې ورځو کې په تاریخي کچه غورځېدلې پاکستاني روپۍ بیا په ښکته لاړه نه شي.