شاته

په ملاکنډ کې د تحریک انصاف ګوند غړي ته د قلنګ د ګواښ پرضد مقدمه درج کړی شوې

د خېبرپښتونخوا د ملاکنډ ضلعې د سخاکوټ سره تعلق لرونکي د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو غړي چې تاجر دی ويلي يې دي، چې هغه د افغانستان د نمبر نه ټیليفون شوی، دوه کروړه روپۍ قلنګ ترې غوښتل شوی او د پېسو نه ورکولو په صورت کې ورته د مرګ ګواښ شوی دي، په سخاکوټ پوليس تاڼه کې د دغه پېښې مقدمه درج کړی شوې ده.

د ملاکنډ په سخاکوټ پوليس تاڼه کې د درج کړی شوې مقدمې ترمخه عرفان الله نومې تن ويلي، چې دوی د متحده عرب اماراتو سره د مېوې کاروبار کوي، په اووم اګست ورته په موبايل او وټس اېپ ټيليفونونه راغلي، او نامعلومه تن ورته په ټيليفون ځان د طالبانو غړی معرفي کړی او د هغه نه يې د دوه کروړه روپو قلنګ غوښتی او د نه ورکولو په صورته کې يې ورته نتيجو ته د چمتو کېدو ويلي دي.

په مقدمه کې نمبر ورکړی شوی او ويل شوي دا د افغانستان نمبر دی.

عرفان الله وي او اې ډیوه سره په خبرو کې تاييد کړه چې، هغه ته د افغانستان نه ټیليفون شوی او چا چې ورته ټیليفون کړی هغه يې نه پېژني خو د دوه کروړه روپو قلنګ غوښتنه يې ترې کړې او ګواښ ورته شوی دی.

وي او اې ډيوه د سخاکوټ تاڼې د چارواکو سره د تماس هڅه کړې خو ځواب يې نه دی ترلاسه کړی.

دا مقدمه په داسې حال کې درج شوې چې په وروستيو کې د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان دعوه کړې چې د خېبرپښتونخوا وزیراعلا [محمود خان]، مخکني سپيکر اسد قېصر او درې وزیرانو طالبانو ته بهتې يا قلنګ ورکړی دی.

او د اېمل ولي خان دغه بيان په ځواب کې د خېبر پښتونخوا د وزير اعلا د اطلاعاتو سلاکار برېسټر محمد علي ويلي وو، داسې هیڅ پېښه نه ده شوې.

خو په لسم اګست د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان منلې چې تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] په پښتونخوا کې فعاليتونه لري د تحریک انصاف خلک په نخښه کوي وزیرانو او د اسمبلۍ غړو ته يې ګواښونه کوي.

دا پېښې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې په وروستيو کې په سوات کې د طالبانو فعاليتونه ليدل شوي دي.

د اسلاميه کالج پوهنتون د سياسياتود څانګې استاز شانواز مشال وايي، داسې ښکاري چې 10، 12 کاله وړاندې د طالبانايزېشن هغه وخت بيرته را روان دی. تير کال چې طالبان په افغانستان په واک کې راغلي، طالبانو ته د پېسو ضرورت او هغوی د دې لارې د خلکو نه پېسې اخلي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، دا خبره اوس پټه نه ده پاتې چې قلنګ اخستل کيږي يا ورکول کیږي مخالفه سياسي ګوندونو ويلي او په خېبرپښتونخوا کې واکمنه د تحریک انصاف ګوند مشرانو منلې ده چې دوی ته ګواښونه کيږي خو صوبايي حکومت په دې لړ کې ځان مظلومه ثابتول غواړي.

د نوموړي په خبره دا د صوبايي حکومت زمه واري ده چې خلکو ته تحفظ ورکړي، هغه وويل د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا محمود خان په خپله پلارنۍ علاقه کې د طالبانو فعاليتونه ښکاره شوي خو په دغو پېښو وزيراعلا او صوبايي حکومت چپه خله دي.

د پاکستان حکومت د تحریک طالبان پاکستان سره مذاکرات کوي او په دغو مذاکراتو کې د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا د اطلاعاتو سلاکار بېرسټر سېف هم شامل دی.

دوه ورځې وړاندې نوموړي د جيو ټي وي سره په خبرو کې ويلي وو، تحريک طالبان پاکستان په دير کې د تحریک انصاف په اېم پي اې ملک لياقت او يوه بله پېښه کې لاس لرل رد کړي دي. هغه ويلي وو ښکاري په طالبانو کې يوه بله ډله په دغو پېښو کې ککړه وي.

شانواز مشال وايي، په صوبه کې امنيت په ځای کول د صوبې زمه واري ده، او د بېرسټر سېف د بيان نه ښکاري چې دوی متضاد بيانونه ورکوي يو لور ته د قلنګ ورکولو ترديد نه کوي او بل لور ته وايي چې د طالبانو سره يې خبرې روانې دي.

د خېبرپښتونخوا په ملاکنډ ډويژن کې په کوز دير ضلع کې د تحریک انصاف په اېم پي اې د بريد وروسته په دير کې د امنيت دپاره په غټه کچه احتجاج شوی او د سوات په مټه علاقه کې د طالبانو ښکاره کېدو، پوليس او پوځ د افسر يرغمال کولو او بيا خوشي کولو د پېښې وروسته نن په سوات کې هم د امنيت په ځای کولو دپاره احتجاج شوی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​