شاته

د سوات په احتجاج کې غوښتنه: د پوځي مېجر د نيول کېدو د پېښې دپاره دې کمېشن جوړ شي

د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ په سيمه سوات کې چې نن د جمعې په ورځ د امنيت دپاره احتجاجونه او لاريونونه وشو، په دغو احتجاجونو کې د امن د غوښتنې سره دا غوښتنه هم شوې چې په وروستيو کې يوه ويډيو مخې ته راغلې، "په سوات کې طالبانو يو پوځي مېجر نيولی او پوښتنې ترې کوی، دوی غوښتنه کوي چې د دغه پېښې د پلټنو دپاره دې کمېشن جوړ شي".

د سوات په خوازه خېله کې راجوړه شوې احتجاجي غونډه کې د بېلابيلو سياسي ګوندونو سره تعلق لرونکو، د پښتون ژغورنې غورځنګ او عامو خلکو ګډون کړی دی. احتجاج کوونکو په لاسونو کې بېنرې پورته کړې چې پرې ليکل شوي وو، مونږ په خپله خاوره امن غواړو.

احتجاجي غونډې ته په وېنا کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سره تعلق لرونکي علي نامدار اېډوکېټ وويل، "په سېول جامو کې يو مېجر انټرويو ورکوي، چې زه مېجر يمه په ټاون شپ کې مې اوس ډیوټي ده او د جهلم سره مې تعلق دی پکار دا ده چې د دې ضلعې اېګزېکټيو مشران [ډي سي] او [ډي پي او] دي ايا چې د هغو په نوټس کې دا خبره راغلې ده که نه ده دا ډېره اهمه خبره ده چې په دې يو کمېشن جوړ شي او رپورټ ورکړي".

په سوات کې دغه احتجاج په داسې حال کې اعلان شوی چې په اتم اګست د سوات په مټه تحصيل کې د يو پوليس او پوځي افسر او سپاهي د وسله والو طالبانو په لاسو د يرغمال کېدو خبرونه مخې ته راغلي وو.

وروسته په ټولنيزو رسنيو یوه ويډیو خپره شوې چې پکې په مبينه توګه د سوات په غرونو کې طالبان د پوځي افسر نه په داسې حال کې پوښتنې کوي چې لاسونه یې ورله شاته تړلي دي.

خو د سوات پولیسو بيا يو بيان جاري کړی او ویلي يې وو ډي اېس پي پيرسيد د پولیس نفرۍ سره د تحصیل مټه په کناله علاقه کې عملیات کول، ترهګرو پرې ډزې کړي هغه ژوبل شوی او د پوليسو د ځوابي ډزو له امله ترهګر تښتېدلي دي.

د سوات مټه تحصيل د وزیراعلا خېبرپښتونخوا محمود خان پلارنۍ علاقه ده.

د خېبرپښتونخوا حکومت د سوات په پېښه په رسمي ډول کوم بيان نه دی ورکړی خو بيا د خېبرپښتونخوا صوبې د پولیسو مشر معظم جاه په پېښور کې ميډيا سره په خبرو کې ويلي وو، دا خبره سمه نه ده چې طالبانو قبضې کړي دي، هغه ويلي وو دا وخت نه په وزيرستان او نه په سوات کې داسې حالات دي، د افغانستان نه د ترهګرو هلې ځلې ليدل شوي دي.

علي نامدار اېډوکېټ وويل، "تير ځل دوی [د سوات خلکو] کډې وکړې مردان ته او نورو سيمو ته لاړه، خو که دې ځل له دوی لاړه بيا یې د راتلو امکان کم دی، دوی د ریاستي امنيتي ادارو نه په سوات کې د امنيت غوښتنه کوي ځکه چې نن د سوات د خلکو مال او عزت په خطره کې دي".

او د پيپلز ګوند ځايي مشر ډاکټر امجدعلي وويل، "دوی نن راوتي دي جنګ نه غواړي، د چا سره دښمني نه غواړي دوی يواځې امن غواړي".

هغه نعرې ووهلې چې مونږ په خپله خاوره امن غواړو او زیاته يې کړه "کوم خلک چې په ټولنه کې اړی ګړی جوړوي، ظلم او انصافي کوي او د بل حق تروړي په ټوله به د هغو مخالفت کوي".

نوموړي وويل، "د پاکستان د ايين ترمخه د ملک د هر وګړي تحفظ د رياست زمه واري ده او نن دا اولس راوتی دی امن غواړي او د خپل اسلامي، روایتي، رياستی او اييني حق غوښتنه کوي".

هغه زیاته کړه "د سوات د امن دپاره د سوات نرو ښځو قربانۍ ورکړي او چې څوک هم په دې امن ګوته پورته کوي دوی ورته ويل غواړي چې دوی نور جنازو ته نه دي تيار، دوی په خپله خاوره امن غواړي".

په اتم اګست په ټولنيزو رسنیو د خپرې شوې ويډيو په اړه يې ويل کیږي دا د سوات د مټې کيناله علاقه ده په کومه ويډيو کې چې د پوځي او پولیس افسر نه پوښتنې کيږي، ويل کيږي دغه ويډيو طالبانو جوړه کړې او پوځي او پوليس افسر طالبانو نيولي وو.

په سوات کې د طالبانو د موجودګۍ په اړه په ټولنيزو رسنیو هم پوښتنې راولاړې شوي، خو د سوات د مټې سره تحصيل سره تعلق لرونکي د صوبې وزیراعلا محمود خان او نه د صوبې حکومت په دغه اړه کوم رسمي بيان ورکړی دی.

خو ويل شوي د خېبرپښتونخوا صوبې د پوليسو مشر [ايي جي] معظم جاه سوات ته تللی او يو پوليس افسر د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډیوه ته ويلي، چې پولیس په سوات کې د وسله والو پرضد د عملياتو کولو تياری کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​