شاته

افغانستان کې دطالبانو د واکمنۍ یو کال،دپاکستان هېلې پوره شوې که ستونزې یې زیاتې شوې ؟

افغان طالبانو چې کله پروسکال په ۱۵م اګست دکابل تخت ونیولو نو پاکستاني چارواکو اؤ په ځېنو سیمو کې پرې ولسي خلکو دخوښۍ جشنونه وکړل، حتی په هغه مهال دپاکستان وزیراعظم عمران خان تر دې حده وویل چې افغان ولس اوس "دغلامۍ زولنۍ ماتې کړې "

په هغه مهال افغانستان کې دهندي کونسلګریو په تړل کیدو اؤ افغانستان کې دهند په نفوذ ختمیدو هم پاکستان کې خوشحالۍ شوې وې.

پاکستان کې عام تاثر دا دی چې افغان طالبان دپاکستان پلوي دي اؤ هلته د دوئ په اقتدار کې د راتلو سره سم پاکستان ته یو وارې بیا په هند بری ترلاسه شوی دی.

پاکستاني چارواکو دا هیله هم لرله چې دافغان طالبانو دحکومت جوړیدو نه وروسته به اوس افغانستان کې دپټو پاکستاني طالبانو ځېر کول دوئ ته هیڅ خبره نه وي.

تر دې وړاندې چې دناین الیون راپدیخوا افغانستان کې څومره حکومتونه هم جوړ شوي وؤ پاکستان هغه دخپلو ګټو سره په ټکر ګڼلي دي اؤ دځینو څېړونکو په اند همدا لامل دی چې دحامدکرزئ اؤ اشرف غني په حکومتونو کې دکابل اؤ اسلام اباد ترمنځ اړیکې لاپسې خړې شوې وې.

پاکستان پر دغو دولتونو تور لګولو چې دهند په لمسه پاکستان کې تحریک طالبان پاکستان اؤ بلوڅ بیلتون خوښې ډلې اړي ګړي ته تشویقوي خو دحامد کرزي اؤ اشرف غني حکومتونو تل دپاکستان دغسې تورونه عبث بللي وؤ.

دپاکستان دپوځي اؤ پارلیمان دننه خوشحالۍ نمانځل کیدلی چې په بېړه کې دطالبانو په واک کې د راتلو له امله به پاکستان ته ګټه ورسیږي اؤ دپاکستان پرضد ولاړه ټي ټي پي اؤ نورې تندروه ډلې به په اسانه ځېر کړل شي.

خو په افغانستان دطالبانو د واکمنۍ دیو کلنې مودې سرته په رسیدو ځېنې څېړونکي وایي پاکستان چې دطالبانو سره کومې هیلې تړلې وې هغه سرته ونه رسیدلې.

دڅېړونکو په وینا په افغانستان دطالبانو له واکمنۍ وروسته نه یوازې ټي ټي پي دپاکستان دننه خپل فعالیتونه لاپسې پراخه کړل بلکې هغوئ دا ډاډ هم وموندو چې څنګه افغان طالبانو د امریکې سره معامله وکړه همداسې به دوئ دپاکستان حکومت مجبوره کړي.

په افغانستان دطالبانو د واکمنۍ یو کلنه موده کې دټي ټي پي دفعالیتونو له امله پاکستاني ځواکونو اؤ هوایي الوتکو دافغانستان په خاوره کې د ټي ټي‌ پي ځالې په نخښه کړې چې له دې امله دپاکستان اؤ افغان طالبانو اړیکې هم دمخکې په څېر خوږې نه دي پاتې شوې.

داسټریلین ملي پوهنتون پروفیسر ګلاډ ارکسټس وایس اف امریکه ته ویلي دا ډیره زر په ډاګه شوې وه چې دافغان طالبانو پاکستاني طالبانو سره نظریاتي پیوستون اؤ دهغوئ دمشرانو خپلو کې نزدې اړیکو دافغان طالبانو اؤ پاکستان ترمنځ اړیکو کې درز پیدا کوي.

دهغه په وینا همدا لامل دی چې دتېر یو کال راهسې دپاکستان اؤ افغانستان په پوله تاؤ تریخوالی لیدل کیږي اؤ دپاکستان لخوا د۲۵کالو راهسې دخپلې ایتلافي ډلې ګڼل کیدونکې افغان طالبانو اؤ پاکستان ترمنځ اوس اړېکې هغسې خوږې نه دي پاتې شوې.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان دطالبانو له واکمنۍ ټینګېدو وروسته ځینې داسې ویډيوګانې هم په ټولنیزو رسنیو خپرې شوي چې پکې لیدل کیږي پاکستان چې افغانستان سره په پوله کوم ازغن تار لګولی،افغان طالبانو دغه تار ورټول کړی اؤ دپاکستان کټارې اؤ نور تنصیبات یې نړولي دي.

ددې ترڅنګ وخت په وخت دافغان طالبانو له لوري داسې بیانونه هم مخې ته راغلې دي چې هغوي په افغان پوله دپاکستان له لوري لګول کیدونکې ازغن تار غیرقانوني ګڼي.

دټي ټي پي فعالیتونو کې پراختیا

دپاکستاني طالبانو ناقانونه ډله قابو د۱۴کالو راهسې پاکستان کې منظمه ده اؤ دوي پاکستان کې داسلامي نظام دپځائ کولو دغوښتنې ترڅنګ قبایلي ضلعو نه دپوځ د ویستلو غوښتنه هم کوي اؤ ددغه غوښتنو پسر یې تر دې دمه پاکستان کې ګڼ شمیر ترهګریز بریدونه کړي چې پکې په سوونو پاکستاني امنیتي سرتیري اؤ عام وګړي وژل شوي دي.

دڅېړونکو وینا ده چې دکال ۲۰۲۰م په منځومانه کې ټي ټي پي دپاکستاني ځواکونو دعملیاتو اؤ افغانستان کې د دوئ په مشرانو د شوؤ ډرون بریدونو له امله کمزورې شوې وه اؤ په دغه موده کې ددې تنظیم دننه بیلابیلې ډلې هم جوړې شوې وې چې له دې امله د ټي‌‌ټي پي ځینې مهم مشران دپاکستان دپولې ترڅنګ دافغانستان کونړ اؤ ننګرهار ولایتونو ته اوښتي وؤ.

ځینې څېړونکي دا هم وایي چې دامریکې اؤ‌طالبانو ترمنځ فرورۍ کال ۲۰۲۰م کې شوي د امن تړون ټي ټي پي ته یو وارې بیا د ځان منظم کولو ډاډ ورکړو اؤ جولایي کال ۲۰۲۰نه وروسته دټي ټي پي نه جلا شوې هغه ډلې بیا په دې تنظیم کې ورګډې شوې په کال ۲۰۱۴م کې یې ترې خپلې لارې جلا کړې وې.

څېړونکي وايي دې موده کې دپاکستان دننه دالقاعده برخه پاتې شوي ځېنې کسان هم په ټي ټي پي کې وړګډ شوي دي.

ددې ډلو د رایو ځائ کولو په لړ کې دټي ټي پي مشر مفتي نور ولي محسود دلیل ورکړی چې دپاکستان پرضد "جهاد" یوازې هغه وخت کامیابیدای شي چې دا تنظیم متحد وي څنګه چې افغان طالبان خپلو کې متحد وؤ اؤ دامریکا مقابله یې وکړه.

په پینځمه جولایي خپور شوي دسلامتي کونسل دیو رپورټ له مخې تحریک طالبان پاکستان یو داسې تنظیم دی چې افغانستان کې د دریوؤ نه نیولي تر څلورو زرو پورې وسله وال لري اؤ په دوئ کې زیاتره هغه کسان دي چې په کابل دطالبانو د واک ټینګیدو په مهال له زندانونو خوشې کړل شوي وؤ.

دسلامتي کونسل رپورټ کې ویل شوي چې دمفتي نور ولي محسود لخوا دتنظیم دیو موټي کولو په هڅو ټي ټي پي پیاوړې شوې ده اؤ اوس دا تنظیم په سیمه کې یو وارې بیا دیوې سترې خطرې په توګه سر راپورته کوي.

رپورټ کې دا هم ویل شوي چې په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ نه وروسته چې کوم بهرني تندروه تنظیم ته تر ټولو زیاته ګټه رسېدلې نو هغه دپاکستان طالبانو تحریک دی.

بریدونو کې اضافه اؤ قلنګ غوښنه

رپورټونه وایي په کابل دطالبانو له قبضې وروسته پاکستان کې دټي ټي پي فعالیتونو اؤ بریدونو کې اضافه لیدل کیږي.

دپاکستان انسټي ټيوټ اف پیس اسټیډیز د یو رپورټ له مخې پاکستان کې دکال ۲۰۲۰ په پرتله کال ۲۰۲۱م کې ترهګریزو فعالیتونو کې ۴۲ فیصدي اضافه شوې ده.

دغه رپورټ ښایي چې کال ۲۰۲۱م کې دپاکستان دننه دټي ټي پي ۸۷ حملو کې ۱۵۸کسان وژل شوي اؤ د کال ۲۰۲۰م په مقابله کې د ټي ټي پي بریدونو کې ۸۴ فیصدي اضافه لیدل شوې ده.

د رپورټ له مخې بلوڅ بیلتون خوښو کال ۲۰۲۱م کې ۶۳ بریدونه کړي وؤ چې پکې ۷۲ کسان وژل شوي وؤ اؤ د روان کال ۲۰۲۲م په وړومبیو شپږو میاشتو کې امنیتي ادارې د ترهګرو هدف پاتې شوې دي.

په ۲۹م جولایي دپاکستان په سینیټ کې د وړاندې کړل شوي یو رپورټ له مخې دکال ۲۰۲۲م په وړومبیو شپږو میاشتو کې دپاکستان دننه ۴۳۴ ترهګریز بریدونه شوي چې هدف یې امنیتي ادارې وې اؤ په دې بریدونو کې به ۲۴۷ بریدونه دافغانستان سره پیوست خیبر پښتونخوا صوبه کې شوې دي.

دپېښور سره تړاؤ لرونکي یو سینیر پولیس افسر دنوم نه اخستو په شرط وي او ای ته ویلي چې په کابل دطالبانو کنټرول داسې دی لکه چې ټي ټي پي له نوي سره پیدا شوي وي اؤ په بریدونه کې یې چټکتیا سیوا کیږي.

پاکستان کې په ټولینزو رسنیو داسې دعوې هم شوې دي چې دافغانستان دنمبرو څخه پاکستان کې خلکو نه دطالبانو په نوم قلنګ غوښتل کیږي اؤ په دې لړ کې دعوامي نیشنل پارټۍ دخیبر پښتونخوا صدر ایمل ولي خان دعوه کړې چې دخیبر پښتونخوا وزیراعلا، پخواني ګورنر،دقامي اسمبلۍ پخواني اسپیکر اؤ دریوؤ وزیرانو طالبانو ته قلنګونه ورکړي دي.

دپاکستاني طالبانو دتحریک پخواني ویاند احسان الله احسان هم په ۲۵م جولایي خپل یو ټویټ کې منلې وه چې دپښتونخوا پخواني ګورنر دخپل ځان ژغورلو په خاطر طالبانو ته ۷۵لکه روپۍ قلنګ ورکړی دی .

په افغانستان دافغان طالبانو له واکمنۍ ټینګیدو وروسته اسلام اباد دافغان طالبانو نه غوښتنه کړې وه چې ټي ټي‌ پي باید دپاکستان پرضد دحملو نه منعې کړي خو افغان طالبانو پاکستان ته مشوره ورکړې وه چې باید ټي ټي پي سره خبرې معاملې دخبرو دلارې هوارې کړي.

ټي ټي پي سره دسولې مذاکراتو کې شامل یو مذهبي مشر دنوم نه ښکاره کولو په شرط وایس اف امریکا ته ویلي ټي ټي ده اؤ که ایسټ ترکستان اسلامي غورځنګ،دا دالقاعده په مشرۍ کې دجوړ شوی یو ستر جهادي نیټ ورک برخې دي اؤ همدې نیټ ورک دافغانستان بیلابیلو سیمو کې په واک ترلاسه کولو کې دافغان طالبانو مرسته کړې وه .

هرڅو که دپاکستان حکومت اؤ ټي ټي پي دجون میاشتې کې دیوې نامعلومې مودې پورې په اوربند اتفاق کړی ؤ خو څېړونکي وایي دافغانستان اؤ پاکستان په ګډه پوله له اړی ګړی اؤ تناؤ موجود دی.

پروفیسر کلاډ ارکسسټس وایي دا دیو داسې ضعیف اقتصاد لرونکي هیواد پاکستان لپاره ښه خبره نه ده چې اقتصادي ثبات لپاره بهرنیو پورونو اخستو ته لیواله دی.

دهغه په وینا که وکتل شي نو دافغان طالبانو ملاتړ کول دپاکستان یوه ناسمه یا دتېروتنې تګلاره وه.

(د وي او ای اردو په مننه)