شاته

په واک د طالبانو له قبضې راهیسې، افغانان د سولې تر ټولو لویه بیه پرې کوي

واشنګټن – د ناروې د کډوالو شورا (Norwegian Refugee Council) مشر نیل ټرنر په افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسېدو په اړه یو بیان کې ویلي،

"مونږ په تېر کال کې په افغانستان کې ټکان ورکونکې غریبي او ځورېدنه ولیدله. په دغه هېواد باندې لګېدلو اقتصادي محدودیتونو چې موجوده چارواکي او نړیواله ټولنه یې له یو او بل سره په ګډه د اغیزناک حل لپاره زړه نه ښه کوي، په میلیونونو افغانان له ورکاوي سره مخ کړي."

هغه زیاتوي، "هغه کورنۍ چې مونږ لیدلي دي په خفه کونکو قرضو کې ډوبې دي او د کورني لګښت باندې یې فشار تر بل هر وخت په زیاتېدو دی. په ګڼ شمېر خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره د اړینو خوراکي توکو د اخیستلو پیسې نه لري. بشري هڅې کافي نه دي چې دغه ناورین ختم کړي. مخکښو ادارو له خپلې وسې سره سم هر څه کړي چې له اغیزمنو خلکو سره بیړنۍ مرسته وکړي تر څو حالات کابو شي."

د ان ار سي مشر وړاندې ویلي،

"اوس د یو کال په تېرېدو سره افغانستان په یو داسې حالت کې دی چې خلک یې واک ته د طالبانو د رسېدو له امله سزا ویني. د نړیوالو ادارو د بیا بیا غوښتنو او خبرداري سره سره داسې ښکاري چې هېڅ هم نه دي بدل شوي. د افغانستان بهرنۍ پانګه مجمده پاتې ده، د افغانستان مرکزي بانک تر اوسه کار نه کوي او پراختیايي مرستې تر اوسه بندې دي."

په بیان کې وړاندې راغلي، "نړیواله ټولنه باید په تېر یو کال کې د اقتصادي بندیزونو پر اغیزو پوه شي او ددغه ناورین په حلولو کې ګامونه واخلي.‌ که د اوسني نېږدې اقتصادي سقوط په وړاندې په بیړه غبرګون و نه ښودل شي، چې په هغو کې پراختیايي مرستې، له مهمو حکومتي ادارو سره مرسته او بیړنۍ مرستې شاملې دي نو عادي افغانان به په افغانستان کې واک ته د طالبانو د قبضې له امله لوی قیمت ورکړي."

د بشري اړتیاوو د کتلو ادارې (Humanitarian Needs Overview) د ۲۰۲۲ کال د راپور له مخې، د افغانستان تر نیمايي زیات خلک یعنې له ۲۴.۴ میلیونو څخه زیات افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري چې له دغې ډلې څخه ۱۰.۹ میلیونه یې بیړنۍ سرپناه او غیر خوراکي توکو او ۱۶.۲ میلیونه یې د ژغورنې مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د بې کارۍ د کچې د زیاتوالي راپورونه هم راغلي، په ځانګړي ډول په ښارونو کې ځکه اکثرو پخوانیو حکومتي مامورینو او د خصوصي سکتور کار کونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي.

د دې ترڅنګ د ۷۰ فېصده کارکونکو عایدات هم په ډرامټیک ډول کم شوي دي چې په اکثرو برخو کې په منظمه توګه د تنخواګانو د نشتوالي له امله دي.

د یو بل راپور له مخې، ۹۰ فیصده خلک کافي خواړه نه لري او د کورنیو نېږدې ۹۰ فیصده درامد په خوړو باندې لګول کېږي.

د ناروې د کډوالو شورا یا ان ار سي ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ راهیسې یې د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې له شاخوا ۵۹۰۰۰۰ داخلي‌بې ځایه شویو خلکو سره مرسته کړې ده.