شاته

څيړونکي: د اندېښنې خبره دا ده چې وزيراعلا په خپله پلارنۍ علاقه کې د طالبانو په موجودګۍ ولې غلی دی

د خېبر پښتونخوا د سيلګرۍ سيمې سوات د وزيراعلا په پلارنۍ علاقه مټه کې طالبانو د بیا راښکاره کېدو او د فعالیتونو د شروع کولو رپورټونه مخې ته راغلي دي او دا چې طالبانو د پوځ او پولیس افسران هم نيولي وو په دې اړه څيړونکي وايي دوي انديښنه لري چې په سيمه کې د کال 2006 په څېر حالات بيا جوړول کيږي.

څيړونکي وايي زياته د اندېښني خبره دا ده چې په صوبه کې د واکمند ګوند پاکستان تحريک انصاف وزيراعلا د قامي او صوبايۍ اسمبلۍ ممبرانو ترڅنګ د مقامي حکومت ټول غړي د پې ټي ايي سره تعلق لري خو دوي په دې صورتحال تر اوسه پورې غلي دي او د خلکو زياته انديښنه دغې خبرې راپورته کړې ده.

که څه هم څېړونکی وايي د سوات سیاسي نمایندګانو د سیمي په ورستي حالاتو خاموشه دي، خو د پي ټي ای مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان ويلي په خېبرپښتونخوا کې د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] فعاليتونه ګوري، د پي ټي اي غړي په نخښه کيږي، "زمونږ وزیرانو او د اسمبلۍ غړو ته دړکې ورکوي، او د وزيراعلا د اطلاعاتو سلاکار بېرسټر سېف جيو ټي وي سره په خبرو کې ويلي، د ټي ټي پي سره مذاکرات روان دي، او ټي ټي پي ورته ويلي چې هغوی د ملک لياقت په پېښه کې لاس نه لري."

د خېبرپښتونخوا پوليس ويلي دا خبره سمه نه ده چې طالبانو قبضې کړي دي، دا وخت نه په وزيرستان او نه په سوات کې داسې حالات دي، خو د افغانستان نه د ترهګرو هلې ځلې ليدل شوي دي.

څيړونکی او خبريال عقيل يوسفزی وايي په سوات کې چې د تېرو څو ورځو راهسې د وسلوالو طالبانو کوم فعاليتونه روان دي په دې کې غټه د اندېښني وړ خبره د صوبایي حکومت او واکمنو خلکو د لوري لاتعلقي ده چې د سيمې خلک يې اندېښمن کړي دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، د حکومت چې کومه رويه ده که هغه سياسي خلک دي که هغه د ميډيا خلک دي او که نور عام خلک هغوي ډېر په تشويش کې مبتلا کړي دي.

"د پرونۍ شپې اطلاعات داسې دي د چپريال علاقه کومه چې د خېبر پښتونخوا د وزيراعلا خپله حلقه ده ابايي، او د ده د کور نه دغه علاقه په پينځه کلوميټره کې واقعه ده هلته کې ويل کيږي چې دوي [وسله وال] روډ ته راکوز شوي څوارلس پنځلس کسان ،او هلته يې باقاعده د شپي ګشت کړی دی نو هلته ډيره زياته ويره ده نه صرف دا چې چپريال او د مټي خواو ش کې، د دوي ايکټيويټيز يا ګرځيدل يا موجودګي ګشت نوټ کړی شوي دي،بلکې بعضي نوري علاقي په هغې کې شا ډهيرۍ شامله ده د کبل سره په خوا کې يوه علاقه ده، د ايلم غر لاندې چې يو کلې دی هغه پکې شامل دي بابو يو کلی دی د خوازه خيلي سره هغه پکې شامل دي نو په دې ټولو علاقو کې د هغوي موجودګي او ګشت نوټ کړی شوي دي".

عقيل يوسفزي وويل د سيمي نه تازه معلومات ترلاسه شويدې چې د خېبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان د کور نه شپږ اووه کلوميټره فاصله او سوات ځيني نورو سيمو کې وسلوال طالبانو د شپي په وخت ګشتونه/ګزمې شورو کړي دي. په خلکو کې ويره ترخه خوره ده.

د کال 2018 په ټول ټاکنو کې په سوات کې د صوبايي اسمبلۍ په نهه څوکيو کې په اته و د پاکستان تحريک انصاف غړي کامياب شوي وو او دغه ډول د قامي اسمبلۍ په درې څوکيو هم د تحریک انصاف غړي منتخب شوي وو، په ورستيو کې د ترهګرۍ په وخت ټولو نه سيوا ځپلې شوې سيمه مټه تحصيل باندې د وزيراعلي محمود خان ورور د تحصيل ناظم منتخب شوی دی.

د سوات قامي جرګي وياند او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبايي صدر خورشيد کاکا جي وايي هر چا ته معلومه ده چې په تيرو عامو انتخاباتو کې د تحريک انصاف ګوند د ټګۍ د لارې په واک کې راوستل شوی وو، وايس اف امريکا ډيوه ته وايي د تشويش خبره دا ده چې دوي په روانو حالاتو چپه خوله ولي پاتې دي.

" د دوی خاموشې ډيره معني خيزه هم ده او د دوی خاموشي زمونږ دپاره د تشويش باعث هم پکار ده چې دې وخت کې دوی د خپل ولس نمايندګي وکړي او د بدامنۍ په خلاف يوه نعره پورته کړي".

د خېبر پښتونخوا وزيراعلا او يا کوم نورو غړو په سوات کې د طالبانو په موجودګۍ او پوځي او پوليس اهلکارو د تښتولو په اړه کوم بيان مخې ته نه دی راغلی،ډيوه د صوبايي حکومت نظر معلومولو څو واري هڅه اوکړه خو ځواب ورته نه دی ويل شوی.

بل لور ته په کوز دير کې په [6م اګست] ماسخوتن د تحریک انصاف د صوبايي اسمبلۍ غړي ملک لياقت علي په ګاډي د نامعلومه وسلوالو لخوا شوي بريد او د رواني ناامني پرضد ميدان سيمه کې دوه ورځي وړاندي احتجاجي لاريون شوی وو.

د دغه لاريون يو ګډون وال علي شاه مشواني نومي ځوان ډيوه ته وويل،"د رياست ذمه واري ده چې د خپل شهري ژوند خوندي کړي دغه مطالبه وه چې د 22000 خلکو منتخب د صوبي د اسمبلي غړي ژوند محفوظ نه دی نو بيا د عام وګړي ژوند دلته څنګه محفوظ کېدی شي.

پرون د شورو په ورځ په قومي اسمبلۍ کې د دفاع وزیر خواجه اصف ويلي، خلکو احتجاجونه کړي دي، او هغه نه وايي چې دا د خېبرپښتونخوا مسله ده دا قومي مسله ده.

هغه د تحریک انصاف په تير حکومت نيوکې کړي چې دوی په دغه بدامنۍ وخت په وخت بدل بدل بيانونه ورکړي دي، او نوموړي زیاته کړې چې دوه ځله اسمبلۍ ته د ټي ټي پي سره خبرو په اړه احوال تېر کړی شوی دی، دوی هغه عمل ته ګوري خو خطره ضرور ده او سېوا کيږي.