شاته

د خلا نه اخیستل شوي تصویران په روسي پوځي مرکز کې شوي تباهۍ ښيي

د روس په کرايميا جزيره کې په هوايي مرکز کې د چاودونو تازه تصويرونه په دغه مرکز کې روسي جهازونو ته زیان ښښي.

د رویټرز خبري ادارې د رپورټ ترمخه، پلېنېټ لېبز نومې ادارې د خلا نه اخیستل شوي تصویران جاري کړچې څرګندوي په کرايميا کې د روس په پوځي مرکز کې چاودنو لويه بربادي کړي ده.

چې داسې امکان ترې څرګندېږي چې ګنې يوکرېن په لرې فاصله کې د خپل هدف ويشتلو توان ترلاسه کړی دی.

د خلا نه اخيستل شوي دغه تصويرونو کې ښکاري‌ د کرايميا جزېرې په جنوب غربي ساحل د روس په ساکي هوايي مرکز کې نزدې اته جنګي جازونه سوځيدلي دي.

خو روس په دغه مرکز کې د خپلو جنګي جازونو د سوځېدلو خبرونه رد کړي او ويلي يې دي دغه چاودنې د وسلې په ګودام کې د اور لګېدو سره شوې وې.

يوکرېن هم په سرکاري توګه د روس په هوايي‌مرکز کې چاودنو دعوې نه کوي خو د يوکرېن ځينو چارواکو ويلي دغه بریدونه د يوکرېن پوځ کړي دي.

روس کرايميا جزيره په کال ۲۰۱۴م کې د يوکرېن نه نيولې وه د بحيره اسود د جنګي بېړو او په جنوبي يوکرېن کې د خپلو پوځونو د رسد دپاره يې کاروي چې ورته يوکرېن د ځواب ورکولو تيارۍ نيولې دي.

هر څه که د غربي نړۍ او امريکې لخوا ورکړل شوې وسلو په حاصلولو يوکرېن د روس ځواکونه په شا تنبولی شي‌او په روس کې دننه هم د بريدونوتوان ترلاسه کولی شي خو رپوټونه وايي روس د خارکيف او دونېڅک په سيمو کې درنې بمبارۍ کړي چې ځايي چارواکي وايي درې ملکي وګړي پکې وژل شوي او اووه ژوبل دي.

بل لور ته د ملګرو ملتو چارواکو د يوکرېن نه د غلې سمندري بېړۍ په کاميابۍ سره په خپل سفر د تللو هرکلی کړی چې پکې درې لکه اويا ټنه غله روانه ده.

په استنبول کې د ملګرو ملتونو د همکارۍ په مرکز کې استازي فرېډ کېني ويلي د روس او يوکرېن ترمينځ د شوي لوظنامې په لومړي پړاو کې د درې لکه اويا مېټرک ټنه غلې رسد يو لوي ګام دی.

په يوکرېن د فرورۍ په مياشت کې د روس د یرغل وروسته نړۍ ته د بحيره اسود د لارې د غلې رسد هم تړل شوی و چې ورسره په ګرده نړۍ کې د غلی کمی پېدا شوی و.

یادونه: د دې خبر معلومات د رویټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي