شاته

راپور: د طالبانو واکمنۍ کې نجونې تر ټولو زیاتې منزوي، وږې او غمګینې دي

له ماشومانو د ملاتړ موسسه وایي، په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې کوچني نجونې تر ټولو زیاتې منزوي، وږې او غمګینې دي.

۱۸ کلنه فریده چې د دولسم ټولګي زده‌کوونکې ده وایي، هیله یې دا وه چې له ښوونځي تر فارغېدو وروسته خپلو لوړو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

خو وایي، د نجونو له زده‌کړو سره د طالبانو مخالفت یې راتلونکی برباد کړ.

هغه زیاتوي: "یو کال کېږي چې په کور ناسته یم، دلته نور د پرمختګ زمینه برابره نه‌ده او نه هم راتلونکي ته کومه هیله پاتې ده. زه په خپل ټولګي کې اول نمره وم اوس مې د درسونو په اړه لېواله‌ نه یم، ځکه راتلونکي ته هیله‌مندي نه‌شته."

نازیه چې د اتم ټولګي زده‌کوونکې ده وایي، په تېر یو کال کې په کور کې د ناستې له امله ژور خفګان اخیستې ده.

هغې وویل: "زړه مې تنګ شوی، ټوله ورځ له ځان سره په جګړه یم. ولې موږ د تعلیم حق نه لرو؟ ولې موږ باید شا ته پاتې شو او پرمختګ ونه کړو؟ نور هېڅ خوراک، څښاک، خوب کولو ته لېواله نه‌یم، کاملاً په ژور خفګان اخته شوې یم."

فریده او نازیه د زرګونو هغو افغان نجونو بېلګې دي چې په تېر یو کال کې د تعلیم او ځینو نورو ازادیو او حقونو څخه محرومې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له ماشومانو د ملاتړ موسسې په خپل تازه راپور کې ویلي، په افغانستان کې د طالبانو تر یو کلنې واکمنۍ لاندې افغان نجونې منزوي، وږې او غمګینې شوې دي.

د دې موسسې راپور کې راغلي، نجونې د هلکانو په پرتله تقریباً دوه چنده زیاتې وږې ویدې کېږي، ۴۶ سلنه نجونې د ۲۰ سلنه هلکانو په پرتله ښوونځیو ته نه ځي او ۲۶ سلنه نجونې د ۱۶ سلنه هلکانو په پرتله د ژور خفګان نښې لري.

د ماشومانو د ملاتړ موسسې د ولایتي دفترونو یوې مرستیالې بهشتې قایم ازادي راډیو ته وویل: "د هغو مرکو له مخې چې له کورنیو سره مو کړي، موندلي مو دي چې نجونې د هلکانو په پرتله دوه چنده زیاتې وږې ویدې کېږي او د هلکانو په پر پرتله دوه چندې زیاتې له ښوونځیو محرومې دي. دا د دې لامل شوې چې د نجونو روحې او روانې ستونزې او ديپرېشن د هلکانو په پرته دوه چنده زیاتې وي."

نوموړې زیاته کړه چې په ځینو ولایتونو کې د نجونو پر مخ منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي تړل شوي او دا دې لامل شوې چې نجونې ډېرې وځورېږي.

په دې راپور کې دا هم لیکل شوي چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ یو کال وروسته، اقتصادي کړکېچ، سخته وچکالي او بندیزونو د نجونو ژوند زیانمن کړی او په هرو څلور کې یوه یې د ژور خفګان نښې لري.

دا راپور ښیي چې ۹۷ سلنه کورنۍ د خپلو ماشومانو لپاره د خوړو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ دي او نجونې د هلکانو په پرتله کمه ډوډۍ خوري.

ارشیف
ارشیف

په دې راپور د نجونو د ساتنې مرکه کوونکو د خبرو پر بنسټ، ۲۶ سلنه نجونې د ۱۶ سلنه هلکانو په پرتله د ژور خفګان نښې لري.

خو د طالبانو حکومت د دې شان راپورونو خپرېدل بې بنسټه بولي او وایي، دا ډول راپور د عامو خلکو د ذهنیت د خرابولو لپاره خپرېږي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې راپور په اړه ازادي راډیو ته وویل: "دا ډول راپورونه د پروپاګند لپاره جوړېږي، په تېرو شلو کلونو کې چې هر ورځ به وژنې کېدلې بمبارونه به کېدل، ولې د دوی خفګانونه نه وه، ماشومان له بمباریو په وېره کې وه که د جګړو له مسایلو وروسته؟ دا راپور ناسم دی نه یې تاییدوو."

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر واکمنېدو وروسته شاوخوا یو کال کېږي چې له شپږم ټولګیو پوروته د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي او د هغوی پر ټولنیز ژوند یې زیات بندیزونه لګولي دي.

د ماشومانو د ملاتړ موسسې د راپور موندنې پر بنسټ، ۲۴۰ کوچنیو نجونو او هلکانو چې عمرونه یې له ۹ تر ۱۷ کلونو ویل شوي په بلخ، فاریاب، سرپل، جوزجان، کابل، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د مرکو پر ترڅ کې تر لاسه شوي دي.

د دې سازمان چارواکو د دې ستونزو د حل لپاره د نړیوالو مشرانو او پرېکړه کوونکو خلکو غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې نغدي شتمنۍ دې ازادې کړي، بشرې مرستې زیاتې او د افغانستان د خلکو د ستونزو لپاره د حل لارې ومومي.

اړوند مطالب