شاته

د نجونو بندو ښوونځیو په اړه د طالبانو وروستۍادعا څومره رښتینې ده؟

د طالبانو یوه چارواکی ویلي چې په افغانستان کې د نجونو ښوونځي د فرهنګي محدودیتونو له امله تړل شوي.

د طالبانو د حکومت د پوهنې سرپرست وزیر نورالله منیر د دوشنبې په ورځ په خوست کې خبریالانو ته وویل چې د دوی حکومت د نجونو له تعلیم سره کومه ستونزه نه لري، خو د افغانستان فرهنګي محدودیتونه او ټولنیز حساسیتونه د دې سبب شوي چې د نجونو د ښوونځیو بېرته پرانیستل وځنډېږي.

احمدتکل د نجونو د تعلیم له یوې مدافع فعالې او د پخواني حکومت د پوهنې وزارت د مطبوعاتي څانګې له مشرې تورپېکۍ آرین سره په دې اړه مرکه کړې او په پیل کې یې پوښتلې ده چې د طالبانو دا ادعا څومره رښتینې ده؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:54 0:00