شاته

د کمال خان بند اوبه ایران ته خوشي شوې ـ ایراني چارواکي

د افغانستان په چارو کې د ایران حکومت ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي له افغانستان څخه خپل هیواد ته د اوبو د ورخوشي کولو خبر ورکړی دی.

کاظمي قمي د شنبې په ورځ اګست شپږمه (زمري ۱۵) په ټویټر کې د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې د پرله پسې دپلوماتیکو تعاملاتو په نتیجه کې د افغانستان له لورې سیستان ته اوبه ورسېدلې.

نوموړي زیاته کړې: "د پرله پسې ګټورو دیپلوماتیکو تعاملاتو او دیپلوماسۍ له ظرفیت څخه په ګټې اخیستنې او په ملي سطحه د ادارو د همغږۍ په نتیجه کې نن شنبه د افغانستان له لوري د سیستان څاګانو ته اوبه روانې شوې."

د افغانستان په چارو کې د ایران حکومت ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي چې د اوبو د ثابت جریان او ثبات لپاره به مشورې دوام ولري.

که څه هم د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت تر دا مهاله ایران ته د اوبو خوشي کولو په اړه څه نه دي ویلي، خو له تیرې ورځې راهېسې په ټولنیزو رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې په نیمروز کې د کمال خان بند اوبه ایران ته ور خوشي شوي دي.

دغه بند د نیمروز مرکز زرنج څخه په ۹۵ کیلومترۍ کې ګاونډي هیواد ایران ته د هلمند سیند پر بهېدونکو اوبو جوړ شوی دی. د کمال خان اوبو بند چې د نیمروز ولایت په چاربرچک ولسوالۍ کې موقعیت لري د روان کال د وري په میاشت کې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لخوا پرانیستل شو.

په یاد بند کې د اوبو ذخیره کولو بهیر د ۱۳۹۹ کال په سلواغې میاشت کې پيل شوی و. کمال خان بند د ۱۷ متره په جګوالي سره د ۵۲ میلیون متره مکعب اوبو ذخیره کولو ظرفیت لري.

د یادونې وړ ده چې تېر کال هم له کمال خان بند څخه ایران ته د اوبو خوشي کولو په اړه راپورونه ورکړل شول، خو وروسته طالب چارواکو وویل چې دغه اوبه یې د خلکو په غوښتنه خوشي کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالب او ایراني چارواکو تر دې مخکې هم څو ځله د هلمند اوبو اړوندې معاهدې د عملي کېدو په اړه خبرې کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر څه موده مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره تیلیفوني خبرو کې نوموړي څخه غوښتي وو چې د هلمند او سرحدي اوبو په اړه د شوې هوکړې او متقابلو مسؤلیتونو په برخه کې جدي او لازمه همکاري وکړي.

د افغانستان او ایران دولتونو د هلمند د اوبو د ویش پر سر د ۱۳۵۱ کال په وروستیو کې د پخواني صدراعظم موسی شفیق په وخت کې یوه معاهده لاسلیک کړی چې له مخې یې افغانستان باید هرکال ۸۱۷ میلیون متر مکعب اوبه ایران ته ورکړي.

ایران ته د هلمند سیند حوزې د بهېدونکو اوبو په اړه له ډير راپدېخوا بحثونه کیږي او ویل کیږي چې ایران ته هر کال په معاهده کې له ټاکل شوي اندازې څخه څو برابره زیاتې اوبه بهیږي.