شاته

شمالي وزيرستان: د هدفي وژنو او بدامنۍ پرضد احتجاج د 21 ورځو راهسې روان دی

په شمالی وزیرستان کې د هدفي بریدونو پرضد د اتمانزو احتحاجي پرلت له تېرو اوونیو راهسې داوم لري او دغه احتجاجي پرلت د ضلعې نورو سیمو ته ورسته له هغې غځول شوی چې د اګست پر دویمه یې له ځايي‌ انتظامیې سره مذاکرات ناکامه شوي وو.

خو حکومتي چارواکي وایي احتجاج کوونکو سره خبرې روانې دي نن د بنو ډویژن کمشنر په مشرۍ بیا دې احتجاجي پرلت ته د دوی غوښتنو اوریدو د پاره حکومتي پلاوی ورځي.

د شمالي وزیرستان د اتمانزیو قامي جرګې په پرېکړه د اګست پر درېیمه د شمالی وزیرستان په ميرعلي، شوه، سپینوام، ميرانشاه، رزمک، دېګان، دته خېل او غلام خان سیمو کې ځایي خلکو احتجاجي پرلتونه پیل کړې او د احتجاج په توګه یې بازارونه مارکیټونه بند کړي

او ضلعې ته تلونکې او راتلونکې د ګاډو د تګ راتګ لوې لارې تړلي دي.

د اتمانزو د قامي جرګې یوه غړي ډاکټر ګل علم وزیر وویل په علاقه کې د ناامنۍ د لاسه په قامي پریکړو مجبور شوي دي. د اتمانزیو مشران، سیاسي او سماجي تنظیمونه، سیاسي اتحاد او تاجران ټول یو شوي، په یوه خوله یوازې د امن غوښتنه کوي.

هغه وویل دې نه وړاندې دوی سره د امن ژمنې شوې خو هغه عملي شوي نه دي، او په علاقه کې د یو پلان لاندې د هرې طبقې خلک وژل کیږي او دوی نوره دا د وزیرستان خاوره د جنګي مرکز په توګه ساتلو ته نه پریږدي.

هغه وویل دا احتجاج به تر هغه روان وي تر څو دوی ته حکومت په سیمه کې د امنيت ټينګولو د پاره پوخ ډاډ ور نکړي.

د شمالي وزیرستان د انتظامیې مشر مرستیال کمیشنر شاهد علي دفتر چارواکي وايي، د دې احتحاج کوونکو سره د خبرو اترو یوشمېر پړاوونه ترسره کړي‌ او نن بیا د بنو کمیشنر په مشرۍ حکومتي پلاوی د احتجاج کوونکو سره ویني

درې ورځې وړاندې ډي سي شاهد علي خبري غونډې ویلي وو چې د قاري سمیع الدین ، قاري نعمان او د وزیرستان ځوانانو د تنظیم د څلورو غړو په وژنه کې یې د ککړتیا په تور پینځه کسان نیولي خو میډیا ته د دغه دعوې کوم ثبوت نه وو وړاندې کړی شوی.

تیره ورځ امنیتي سرچینو میډیا سره د پینځو کسانو ویډیو هم شریکې کړي او ويلي يې دي، دا هغه کسان دي چې په ورستیو کې يې په شمالي وزیرستان کې هدفي وژنې کولې.

په ویډیو کې دغه کسان د هدفي پېښو په اړه خبرې کوي، خو دا نه دي ویل شوي چې دا کسان عدلت ته وړاندې کړل شوي که نه. او بل دا چې کله نیول شوي دي.

د اتمانزو د قامي جرګې بل غړی ملک ربنواز وایي دغلته نور په حکومتي چارواکو د امن باور نه دی پاتې شوی او دوی ته دې د ايين سره سم د قبایلي مشرانو، په قامي او صوبایي پارلیمان کې د خلکو منتخب استازو، سیاسي ګوندونو، عدلیه قاضیانو او بشري حقونو سازمان په باور دا ډاډ ورکړل شي چې دغلته به نورې بیا د ناامنۍ پیښې نه کیږي.

په شمالي وزیرستان کې دا قامي پرلت وروسته له هغې پیل شوې چې د علاقې خلک وایي د ضرب عضب عملیاتو وروسته په ضلع کې حالات د تسلۍ وړ نه دې او د عملیاتو څخه را په دې خواه 480 کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي او په خپله حکومتي چارواکي مني چې سږ.کال 2022 کې د هدفي وژنو 63 پېښې شوي چې دې پیښو زیاتره میر علي سیمه متاثره کړې ده.

د شمالي وزیرستان انتظامیه مش شاهد علي په خبره په تیرو درېو میاشتو کې د پاکستاني پوځ او پولیسو په ګډو عملیاتو کې 105 ترهګر وژل شوي او 204 ترهګر او د هغوی همکاران نیول شوي دي او د عملیاتو پرمهال 42 پولیسو او پوځي عسکرو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.