شاته

د پاکستان الېکشن کمېشن د قومي اسمبلۍ په نهو څوکيو د ضمني انتخاباتو  اعلان کړی

د پاکستان الېکشن کمېشن د قومي اسمبلۍ په نهو څوکيو د ضمني انتخاباتو اعلان کړی چې د ستمبر په 25 نېټه به پې ووټونه کولی شي.

دا ضمني انتخابات په هغه چوکیو کېږي چې د تحریک انصاف ګوند غړو ترې استعفاګانې ورکړې دي.

د رېديو پاکستان ترمخه الېکشن کمېشن ويلي، د ضمني انتخاباتو دپاره د نامزدګۍ کاغذونه به د اګست د 10مې نه تر 13مې نېټې پورې جمع کولی شي.

الېکشن کمېشن ویلي، ضمني انتخابات به په اېن اې 22 مردان، اېن اې 24 چارسده، اېن اې 31 پېښور، اېن اې 45 کرمه، اېن اې 108 فېصل اباد، اېن اې 118 نانکانه صاحب، اېن اې 237 ملیر [کراچۍ]، اېن اې 239 کورنکۍ [کراچۍ]، او اېن اې 246 کراچۍ جنوبي باندې کولی شي.

د قومي اسمبلۍ سپیکر راجه پروېز اشرف په 28 جولايۍ د قومي اسمبلۍ د 11 غړو استعفاګانې منظور کړې وې دا ټولې استعفاګانې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د غړو دي چې پکې نهه په جنرل سيټونو او دوه په ښځينه مخصوصو سيټونو وې.

پاکستان تحريک انصاف ګوند د بې باورۍ د تحریک د لارې د عمران خان د وزيراعظمۍ د څوکۍ څخه لرې کېدو وروسته په قومي اسمبلۍ کې استعفاګانې جمع کړې وې.

د استعفاګانو په منظورۍ او ضمني انتخاباتو د اعلان په ځواب کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند فواد چودري [اې ار وايي ټي وي] سره په خبرو کې ويلي، لاهور هايکورټ او اسلام اباد هايکورټ په دې د وړاندې نه نوټسې ورکړي او اسلام اباد هايکورټ ويلي چې د 16م اګست نه وړاندې به ضمني انتخابات نه اعلانوي خو الېکشن کمېشن د اسلام اباد هايکورټ نه وړاندې اعلان وکړو.

هغه وویل، دوی به د الېکشن کمېشن پرضد عدالت ته ځي، هغه زیاته کړې مخکني ډپټي سپيکر قاسم سوري د پي ټي ايي د 123 ممبرانو استعفاګانې منظورې کړې وې.

خو سپریم کورټ د قاسم سوري رولنګ غېر قانونه ګرځولی وو.

د ډان ورځپاڼې د خبر ترمخه د قومي اسمبلۍ سپيکر د هغو کسانو استعفاګانې منظورې کړي چا چې په لاس ليکلې استعفاګانې ورکړې وې.

ويل شوي د کال 2007 د قومي اسمبلۍ د قاعدې ترمخه يواځې د لاس ليکلې استعفا منظورېدی شي او د پاکستان تحریک انصاف د غړو زیاتره استعفاګانې يو شان او د پي ټي ايي په لېټرهېډ باندې وې.

پاکستانۍ ميډيا جيو نيوز د سرچينو له قوله ويلي، د پاکستان تحریک انصاف مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان په خپله د ضمني انتخاباتو په نهه څوکيو د ودرېدو ويلي، خو نه عمران خان او نه بيا پاکستان تحریک انصاف ګوند په دغه اړوند څه ويلي دي.