شاته

د الظواهري له وژل کېدو وروسته به د دوحې د تړون برخلیک څه وي؟

د امریکا متحد ایالاتو لخوا په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته، یو شمېر کارپوهان وايي چې د دواړو خواو ترمنځ ستونزې زیاتې شوي او د دوحې د تړون برخلیک په یو "ځانګړي" وضعیت کې قرار لري.

په کابل کې د امریکا د بي پيلوټه الوتکې په برید کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته امریکا او طالبان دواړه یو اوبل د دوحې له تړون څخه په سرغړونه تورنوي.

د نړیوالو اړیکو استاد سید جواد سجادي امریکا غږ ته وویل چې دغه تړون له پيل څخه پر یو حقوقي مبنا نه و ولاړ بلکې په خبره یې د یوې سیاسي ارادې له مخې لاسلیک شوی و.

د دوحې د تړون له مخې، تاوتریخوالی باید کم شوی وای او د مذاکرات له لارې یو مشارکتي حکومت رامنځته شوی وای، خو د ښاغلي سجادي په خبره د دغه تړون پر موادو عمل نه دی شوی.

هغه وویل: "په کابل کې د ښاغلي الظواهري وژل کېدو وروسته د طالبانو له حکومت سره د امریکا متحده ایالاتو د اړیکو او دوحې د تړون برخلیک په یو ځانګړي وضعیت کې قرار لري. دا چې څه عواملو په کابل کې د الظواهري په وژل کېدو کې اساسي رول لاره، په قطعي توګه کېدای شي چې له امریکا سره د طالبانو حکومت راتلونکی روښانه کړي."

د سجادي په باور که د طالبانو حکومت د ایمن الظواهري د ځای ځایګي په اړه د امریکا له حکومت سره مرسته کړې وي، په دې صورت کې به له طالبانو سره د امریکا اړیکې پراخې شي، خو په خبره یې که پټ کړی وي، نو په دې صورت کې به د دواړو لورو ترمنځ بې باوري نوره هم زیاته شي.

ښاغلي سجادي وویل: "که طالبان په دې برخه کې یوه خوله نه وي، یعني ځینو طالبانو کابل ته د الظواهري په راوستلو کې مرسته کړې وي، او ځینو نورو بیا د امریکا متحده ایالاتو ته د هغه په اړه معلومات ورکړي وي، په دې صورت کې به د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ اړیکې خرابې شي، او بل لور به د امریکا متحده ایالات پر هغه طالبانو چې په دې برخه کې يې همکاري کړې ده، زیات باور وکړي."

د نړیوالو چارو یو بل کارپوه رضا قاسمي وايي معلومه نه ده چې متحده ایالات به تر دې پېښې وروسته څه اقدامات کوي. ښاغلي قاسمي امریکا غږ ته وویل چې ممکن متحده ایالات د طالبانو پر نورو مشرانو بندیزونه ولګوي.

هغه وویل: "تر ټولو لومړی دا چې د طالبانو په رسمیت پيژندل او همدارنګه هغه دیپلوماتیک مانورونه چې د سیمې او نړۍ په کچه یې تر سره کوي، نسبت تیر ته کم شي."

د کار پوهانو په نظر که د امریکا او طالبانو اړیکې خرابې شي د دوحې توافقنامه به هم کار ورنکړي.

پر همدې مهال، اروپايي ټولنې ویلي چې په کابل کې د الظواهري وژل کېدو، د تیرې میاشتې د تاشکند په کنفرانس کې د طالبانو د حکومت کړې ژمنې تر پوښتنې لاندې راوستي دي.

د اروپايي ټولنې استازي توماس نیکلسن د چهارشنبې په ورځ اګست درېیمه (زمري ۱۲) وویل چې د الظواهري وژنه پوښتنه راولاړوي چې ایا طالبان د القاعده د مشر په وړاندې اقدام کې غافل او یا ناتوانه او یا یې نه غوښتل.

ښاغلي نیکلسن پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "په تاشکند کې، طالبانو همدرانګه د ټول شموله حکومت او بشري حقونو ته د احترام په اړه خپل تضمینونه تکرار کړل. ایا هغوی د افغانستان له خلکو سره د دغه ژمنو پوره کېدو په اړه وړتیا لري؟"

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د الظواهري له وژل کېدو وروسته ټینګار وکړ چې امریکا به هیڅکله ددې اجازه ورنکړي چې افغانستان د "ترهګرو په پناه ځای" بدل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې طالبانو الظواهري ته په ځای ورکولو سره د دوحې له تړون څخه "جدي" سرغړونه کړې ده. دغه وزارت د سه شنبې په ورځ اګست دوهمه (زمري ۱۱) په خپرې شوې اعلامیه کې ویلي چې طالبانو په کراتو له نړیوالې ټولنې سره ژمنه کړې وه چې افغان خاوره به د ترهګرو ډلو لخوا د نورو هیوادونو پر ضد نه کارول کیږي.

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د دوحې د تړون له مخې چې د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ پر ۲۹مه په قطر کې لاسلیک شو، طالبان باید د القاعده شبکې په ګډون له ټولو تروریستي ډلو سره اړیکې پرې کړې او د افغانستان په خاوره کې ورته ځای ورنکړي.

د طالبانو حکومت د کابل ښار د لسمي امنیتي حوزې اړوند د شیرپور په سیمه کې پر یوه کور د تیرې یکشنبې په ورځ د امریکا د یوې بي پیلوټه الوتکې برید تائید کړ، خو په دغه برید کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو د راپورونو په اړه یې څه نه دي ویلي.

بلخوا د سپینې ماڼۍ چارواکو د سه شنبې په ورځ اګست دویمه (زمري ۱۱) وویل د ډرون هغه برید چې پکې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري ووژل شو، ښکاره کوي چې افغانستان د القاعده د ترهګرې شبکې لپاره "خوندي پټنځای ندی" او نه به هم په راتلونکې کې وي.

د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي وویل ظواهري امریکایي اتباعو، د امریکا ګټو او امنیت ته تهدید ګڼل کیده:" لکه څنګه چې جمهور رئیس بایډن په تکرار ویلي، موږ به اجازه ورنکړو چې افغانستان د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل شي کوم چې ممکن امریکایانو او هیواد ته زیان ورسوي."

القاعده شبکې هم تر دا مهاله په افغانستان کې د خپل مشر د وژل کېدو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.