شاته

امریکا د پوتین د معشوقې په ګډون پر روسي اشرافیانو تازه بندیزونه ولګول

د امریکا متحدو ایالتونو د سه شنبې په ورځ اګست دویمه (زمري ۱۱) پر روسیې تازه بندیزونه ولګول.

په دې بندیزونو کې روسي اشرافیان او شتمنې څیرې او د المپیک یوه پخوانی اتله الینا کاباوا چې د ولادمیر پوتین معشوقه او د هغه د څلورو اولادونو مور بلل شوې، په نښه شوي دي.

د امریکا خزانې وزارت د ۳۹ کلنې کابویا ویزه کنګل کړې او د هغې پر نورو جایدادونو یې بندیزونه لګولي ‌دي.

میرمن کاباوا د روسیې د مقننه قوې پخوانۍ غړې او د روسیې د مطبوعاتو د ملي شرکت مشره ده چې پر اوکراین د روسیې د یرغل تبلیغات کوي.

د کرملن او پوتین منتقد السکي ناوالني پر میرمن کاباوا د بندیزونو غوښتنه کړې وه او ویلي وو چې د هغې خبري رسنۍ پر اوکراین د روسیې د برید په اړه د غربي رسنیو د روایت غلط تصویر وړاندې کوي.

بل کس چې د امریکا په نویو بندیزونو کې په نښه شوی شتمن انډرې ګریګوریوچ ګورف دی چې په بریټانیا کې د باکینګهم له ماڼۍ وروسته د ویتنهرست په نامه ستره ماڼۍ لري.

متحدو ایالتونو همدارنګه د ښاغلي ګورف د ۱۲۰ میلیون ډالري بیړۍ په تګ راتګ، د هغه پر زوی انډرې اندریویچ ګورف او د نوموړي د پانګې اچونې پر روسي شرکت بندیزونه لګولي‌ دي.

د امریکا د خزانې وزیرې میرمن جنت یلن په یوې بیانیه کې وویل:" په داسې حال کې چې د روسیې د غیر قانوني یرغل له امله بیګناه خلک ځوریږي، د پوتین متحدینو ځانونه بډای کړي او ځانونو ته یې مجلل ژوندونه جوړ کړي دي."

میرمن یلن زیاته کړه چې امریکا او متحدین به یې یوځای په اوکراین کې د روسیې د بې دلیله جګړې د عوایدو او تهجیز د مخنیوي لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه د ویزو د تازه محدودیتونو تر څنګ پر روسیې نور بندیزونه هم لګولي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل په داسې حال کې چې اوکراینیان په خپله خاوره د روسیې د وحشیانه یرغل په وړاندې په میړانه دفاع کوي روسي شتمن، عاید لرونکي شرکتونه اداره کوي او له روسیې څخه یې بهر ځانونو ته مجلل ژوندونه جوړ کړي‌ دي.