شاته

د الصدر پلویانو د عراق د پارلمان ودانۍ نیولې؛ مخالفې شیعه ډلې یې نویو مظاهرو ته تیاری نیسي 

د عراق د نوي حکومت د جوړیدو په سر د اختلاف په نتیجه کې شیعه مذهبه سیالې ډلې د دوشنبې په ورځ اګست لومړۍ نیټه (زمري ۱۰) مظاهرو ته تیاری نیسي.

عراق د تیر کال د اکتوبر د میاشتې د انتخاباتو وروسته نژدې لس میاشتې کیږي چې حکومت نلري او پداسې حال کې د پراخو اعتراضونو سره مخامخ دی چې د شیعه مذهبه مشر مقتدی الصدر پلویانو د دوو ورځو راهیسې د پارلمان ودانۍ اشغال کړې ده.

د روان کال د جون په میاشت کې د مقتدا الصدر ګوند په هغه هیواد کې د حکومت جوړولو له خبرو اترو څخه ووت او د الصدر د ګوند غړو په ټولیزه توګه له پارلمان څخه استعفا وکړه. دغه اقدام د دې لامل شو چې د عراق په پارلمان کې د الصدر سیالان اکثریت شي او هغوی د "همغږي" په نامه چوکاټ کې چې د ایران له ملاتړ څخه برخمنې ډلې په کې راټولې شوي، د ایتلافي حکومت جوړولو لپاره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

د الصدر مخالفو شیعه ډلو د دوشنبې په ماښام پارلمان ته نژدې د مظاهرو اعلان کړی او ویلي یې دي چې دوی غواړي دولتي تاسیسات وساتي او د الصدر د پلویانو د کړنو په ګډون د مدني ناارامیو سره مخالف دي.

خو د الصدر یو ملاتړي خادم خاتم پداسې حال کې چې د پارلمان د محاصره کوونکو سره یو ځای کیده وویل چې د الصدر اوامرو ته تیار دي: «مونږ د همغږي چوکاټ پر ضد یو. هغوی عام ملاتړ نلري او یواځې اعلامیې خپروي. مونږ نه پوهیږو چې د هغوی اعتراض به وسله وال وي، خو هغوی ډاریږي.»

د عراق پارلمان د ګرین زون په سیمه کې دی چې د الصدر پلویانو پرې تیره اونۍ دوه ځلی یرغل وکړ. د همغږۍ په چوکاټ کې شاملې شیعه مذهبه ډلې غواړي نن د ګرین زون د دروازې په مخکې مظاهرې وکړي؛ په هغه ځای کې چې رسمي ودانۍ او بهرني سفارتونه په کې موقعیت لري.

د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې د یوې ایران-پلوه ملیشه ډلې قوماندان ویلي چې: «په عراق کې حالات ډیر تراخه دي. مونږ له خدایه هیله لرو چې مونږ د خپلو وروڼو سره له جګړې وساتي. که حالات بدل شي ټوله سیمه به له منځه یوسي.»

د مقتدا الصدر ګوند د تیر کال د اکتوبر په ټاکنو کې لومړی ځای خپل کړی و خو د حکومت د جوړیدو پرسر د اختلاف په وجه یې په ډله ییزه توګه خپل وکیلان له پارلمان وایستل.

د عراق د قانون له مخې، که یوه پارلماني څوکۍ خالي کیږي، هغه نوماند چې په ټاکنو کې یې په خپله انتخابي حوزه کې دوهمه درجه رای ترلاسه کړي د هغوی ځای نیسي، پدې توګه د هغه مخالفې شیعه ډلې په پارلمان کې اکثریت شوې.

مقتدا الصدر په ۲۰۰۳ کال کې په عراق کې د امریکا له پوځي مداخلې وروسته د امریکا د پوځ پر وړاندې د یاغیانو په رهبري کولو کې د خپل رول له کبله مشهور و. د هغه ګوند د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر انتخابات ګټلي وو.