شاته

د بښنې نړيوال سازمان: د طالبانو محدوديتونو د ښځو ژوند د تباهۍ له ګواښ سره مخ کړی

د بخښنې نړیوال سازمان په یوه نوي راپور کې چې نن (د جولای په ۲۷مه) خپور شو او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو او نجونو وضعیت ته کتنه پکې شوې په افغانستان کې يې د ښځو د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې.

د دې راپور سرلیک دی تدریجي مړینه.

ایمنسټي انټرنشنل په دې راپور کې ویلي په افغانستان کې د ښځو او نجونو ژوند د طالبان له خوا د دوی د بشري حقونو د ځپلو له کبله تباه شوی.

په راپور کې راغلي چې طالبان د زیندۍ کولو تر کچې د ښځو د ځپلو په وسیله د افغان ښځو او نجونو ژوند تباه کوي.

ښځو د خپلو حقونو لپاره څو ځل اعتراضونه هم وکړل
ښځو د خپلو حقونو لپاره څو ځل اعتراضونه هم وکړل

دغه راز په راپور کې ويل شوي طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو د زده کړې، کار او آزاد تګ راتګ حق تر پښو لاندې کړی، د کورني تاوتریخوالي د قرباني مېرمنو د ملاتړ او خوندیتوب سیسټم یې له منځه وړی، ښځو او نجونو ته یې، له تبعیضي قوانینو د کوچنیو سرغړونو په خاطر سزاوې ورکړي او په افغانستان کې یې د ماشومو نجونو د جبري او له وخته مخکې ودونو د شمېر له زیاتېدو سره مرسته کړې.

راپور زیاتوي چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه ورځ په ورځ نور هم زیاتېږي.

ایمنسټي انټرنیشنل پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې له طالبانو وغواړي چې د ښځو او نجونو حقوق خوندي کړي او درناوی ورته وکړي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دې راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.