شاته

د نجونو د ښوونځیو بند پاتې کېدل؛ اسیايي پوهنتون افغان ښځو ته بورسونه ورکوي

داسې مهال چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي، د ښځو لپاره اسیايي پوهنتون د افغان نجونو او ښځو لپاره د لوړو زده‌کړو ۱۷۰ بورسیې اعلان کړي دي.

مروې په افغانستان کې لوړې زده‌کړې کړي، خو غواړي له هېواده بهر خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

هغه په کابل کې اوسېږي او د هغو پالیسو په اړه چې طالبانو د نجونو او ښځو د زده‌کړو په برخه کې وضع کړې دي، اندېښمنه ده.

مروه وايي، هغه هڅه کوي سکالرشېب واخلي، خو دې ته اندېښمنه ده چې له هڅو او کوښښ سره سره به طالبان اجازه ورنه کړي چې بې له محرمه له افغانستان ووځي.

هغې زیاته کړه: "که موږ خواري وباسوو، زحمت وباسوو او بورسو ته کامیابه هم شو، نو فایده هېڅ ده، ځکه که موږ کامیابه هم شوو طالبان اجازه نه راکوي چې بې له محرمه سفر وکړو."

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او تر خوا یې په ټولنیزه او سیاسي برخه کې د ښځو په فعالیت هم بندیز لګولی دی.

د دې تر څنګ یې په کورننه او له هېواده بهر له محرم پرته د ښځو په سفر یې هم محدویتونه وضع کړي دي.

د ۱۴۰۰ لمریز کال د حوت په اتمه د طالبانو حکومت اعلان وکړ، چې ښځې تر دې وروسته نه شي کولای له شرعي محرم پرته له هېواده بهر سفر وکړي.

د طالبانو اوسنی حکومت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا او د بشري حقونو د نړیوالو بنسټونو له‌خوا د افغان نجونو او ښځو د حقونو په نقض هم تورن دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د ښځو لپاره اسیايي پوهنتون"AUW"د افغان نجونو او ښځو لپاره ۱۷۰ بورسیې اعلان کړي دي.

د دې پوهنتون بنسټ اېښودونکي کمال احمد کابل ته د خپل څلور ورځني سفر پر مهال پرون د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال عباس ستانکزي سره کتنه کې دا خبره کړې ده.

عباس ستانکزی
عباس ستانکزی

هغه ویلي، هغه افغاني نجونې او ښځې چې له دوولسم ټولګي فارغه شوې او یا هم یې لیسانس کړی وي، کولای شي د دې بورسیو لپاره نوملیکنه وکړي.

د ښځو لپاره اسیايي پوهنتون دا هم ویلي، چې د افغان محصلانو لپاره یو انلاین پروګرام پیلوي، څو وشي کولای په کور دننه د افغانستان د نصاب مطابق خپلې زده‌کړې مخته یوسي.

د ښاغلي کمال احمد په خبره، په دې اړه یوه هوکړه‌لیک چمتو دی او ژر به د افغانستان د پوهنې وزارت او دوی ترمنځ لاسلیک شي.

د‌ ښځو لپاره اسیایي پوهنتون د بنګله‌دېش چیټاکانګ کې دی او د افغانستان په ګډون د نړۍ د ۱۷ هېوادونو څخه په کې ۱۱۶۰ تنه زده‌کړه کوي.

اړوند مطالب