شاته

جو بایډن: منځني ختیځ کې خلا نه پریږدو چې چین او روسیه یې ډکه کړي

د متحده ایالاتو جمهور رئیس حو بایډن جمعه جولای ۱۵ (چنګاښ۲۴) په جدې کې د سعودي عربستان د باچا سلمان او د ولیعهد محمد بن سلمان سره وکتل.

د سفر هدف د ایران د ګواښ په مقابل کې د اسرائیل امنیت قوي کول، په منځني ختیځ کې د متحده ایالاتو د نفوذ اعاده کول او د سعودي عربستان سره ګډ کار کول دي.

ښاغلي بایډن د سعودي چارواکو سره تر ملاقات وروسته خبریالانو ته وویل، "مونږ په منځني ختیځ کې خلا نه پریږدو چې روسیه او چین یې ډکه کړي او مونږ یې نتیجې هم وینو".

د متحده ایالاتو جمهور رئیس تر سعودي وړاندې اسرائیل ته تللی و او هلته یې د صدراعظم یاییر لاپیډ سره د پنجشنبې په ورځ یو ګډ تړون لاسلیک کړ چې ایران پرېنږدي اتومي وسلې ترلاسه کړي. دا تړون د امریکا او اسرائیل ترمنځ د یووالي څرګندونه کوي. امریکا او اسرائیل تل د ایران د اتومي وسلو د پروګرام په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د اسرائیل صدراعظم لاپیډ له ښاغلي بایډن سره تر ملاقات وروسته وویل چې هېڅ مسلح ایراني به اتومي وسله ونلري.

ښاغلي بایډن همدارنګه د طل ابیب څخه د سعودي پایتخت ریاض ته مستقیم پرواز وکړ او پدې سره د اسرائیل څخه سعودي عربستان ته د الوتکو په پرواز بندیز هم پای ته ورسید. د ریاض دا اقدام د اسرائیل سره د اړیکو تودوالی پداسې حال کې څرګندوي چې دواړه یې د تهران پر ضد لاس یو کوي.

سره لدې چې سعودي عربستان او اسرائیل یو بل په رسمیت نه پيژني خو د متحده ایالاتو جمهور رئیس د سعودي لخوا د اسرائیل څخه د هغه الوتکې ته د مستقیم پروزا جازه ورکول "ستر اقدام" وباله او هیله یې وښوده چې دا اقدام به بالاخره د سعودي او اسرائیل تر منځ د اړیکو د پراخیدو سبب شي.

ښاغلي بایډن همدارنګه خبریالانو ته وویل چې د ښاغلي سلمان او محمد بن سلمان سره په ملاقات کې یې د سعودي عربستان د امنیت په اړتیاوو خبرې کړي.

هغه زیاته کړه، " د ایران او د هغوي د ګوډاګیانو لخوا خطرونو په نظر کې نیولو سره، مونږ د سعودي عربستان د امنیت په اړتیاوو وغږیدو چې د سلطنت دفاع وکړي".

د متحده ایالاتو جمهور رئيس همدرانګه په سرې بحیرې کې د تیران ټاپو څخه د څو ملیتي نړیوالو سوله ساتونکو ځواکونو د وتلو اعلان وکړ او پدې سره یې ددې ټاپو کنټرول چې څو لسیزې کیدې د سعودي، مصر، اسرائیل او اردن تر منځ پرې وخت ناوخته جنجال کیده، ریاض ته وسپاره.

سعودي ته د دې ټاپو د سپارلو په موافقې کې هم متحده ایالاتو منځګړتوب کړی و.

د متحده ایالاتو په ګډون د ګڼ شمیر هیوادونو سوله ساتي ځواکونه د ۱۹۷۸ کال راپدیخوا پدې ټاپو کې دیره و خو د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې ویل شوي چې دا ځواکونه به د روان کال تر پایه ووځي او دا سیمه به د سیاحت، پرمختګ او سولې د هلو ځلو لپاره پرانیستل شي.

د امریکا جمهور رئیس داسې یو هیواد ته په سفر تللی چې د واشنګټن پوسټ د خبریال جمال خاشقجي په وژلو کې د لاس لرلو له کبله ښاغلي بایډن سعودي عربستان ته د "اجنبي" هیواد نوم ورکړی و. جو بایډن د سعودي عربستان په هکله دا څرګندونې هغه وخت کړې وې چې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید و.

وروسته تر هغه چې جمهور رئیس جو بایډن انتخابات وګټل د متحده ایالاتو حکومت د استخباراتي ادارو هغه راپور هم خپور کړ چې پکې ویل شوي و د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د جمال خاشقجي د وژلو اصلي طرحه جوړوونکي و.