شاته

سعودي عربستان کې د موسیقۍ د زده کړې پراختیا او وده

د لسیزو وروسته د موسیقۍ د زده کړې په ګډون د یو لړ سختو محدودیتونو په لرې کیدو سره په سعودي عربستان کې اوس د موسیقۍ د هنر زده کړه د پرمختګ او پراخیدو په حال کې ده.

تر دې دمخه د عربستان مذهبي پولیسو د اسلام څخه د سخت دریځه تفسیر له مخې هنري فعالیتونو بندولو په لړ کې موسیقي هم منع کړې وه.

وروسته له هغې چې د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان،‌ ددې هیواد بالفعل واکمن شو، د سعودي دغه شهزاده پدغه اسلامي هیواد کې د پام وړ اصلاحات رامنځته کړل.

د څو لسیزو په ترڅ کې د هنرمندانو او سیلانیانو لپآره فرصتونه محدود وو، خو د څو وروستیو کلونو په ترڅ کې د جستن بیبر او د پاپ موسقۍ د BTS د هنري ډلې په ګډون د نړۍ د موسیقۍ یو شمیر سترو ستوريو په سعودي عربستان کې هنري کنسرتونه ترسره کړل.

په سعودي عربستان کې مسولین وایي چې د تیر کال په ډسمبر کې د سعودي په پلازمینه ریاض کې د MDL Beast" Sound Storm" په نامه هنري ډلې په کنسرت کې شاوخوا ۷۰۰زرو نندارچیانو برخه اخیستې وه، چې فرانسوي مشهور ستوري دي جي ډیوید ګیوتا، هم په کې خپل هنر نندارې ته وړاندې کړ.

دمخه تر دې د موسیقۍ مینه والو د هغو محدودیتونو په وجه چې پر د موسیقۍ پر زده کړه لګیدلي وو په خپلو کورونو کې یې د موسقۍ استادان ګمارل.

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان، هڅه کوي خپلو هیوادوالو ته د سرګرمۍ او مشغولیت انتخابونه پراخ کړي او موسیقۍ ته مخه کول د خلکو د ورځني ژوند یوه لویه برخه شوې ده او ددې هیواد په مختلفو ښارونو کې د موسیقۍ ښوونځي په پراخیدو دي.

سعودي عربستان په ۲۰۲۰ کې د "موسیقۍ د ادارې" په نامه یو بنسټ جوړ کړ چې ددې هیواد د فرهنګ د وزارت له لورې يې څارنه کیږي او د موسقۍ ښوونځیو ته یې د فعالیت اجازه ورکړه چې د ځوان نسل استعدادونو ته چې موسیقي زده کول غواړي د ودې زمینه برابره کړي.

په وروستیو کلونو کې د سعودي په پلازمینه ریاض او جده ښار کې شاوخوا د موسیقۍ پنځه ښوونځي پرانستل شوي چې د موسیقۍ مینه والو ماشومانو او لویانو ته زده کړې ورکوي.

د سعودي عربستان د مقاماتو د معلوماتو په اساس په ټول هیواد کې په ۱۰۰ خصوصي ښوونځیو کې د موسیقۍ مضمون تدریس کیږي.

سعودي عربستان د محدودو اسلامي هیوادونو له ډلې څخه دی چې پخوا په کې د سخت دریځه اسلامي تفسیر په وجه د موسیقۍ زده کړه منع وه.

اوسمهال اکثر اسلامي هیوادونه او په ځانګړې توګه د افغانستان ګاونډیان د موسیقۍ سره مخالفت نلري. خو په دوو تیرو لسیزو کې د افغان ځوانانو ترمنځ د موسقۍ د ودې سره سره په افغانستان کې د طالبانو په واکمن کیدو سره د موسقۍ هنر منع کړای شو.

د افغانستان د پخواني حکومت برخلاف اوس په دولتي او خصوصي تلویزیونونو کې د موسقۍ غږول منع دي او د موسیقۍ د زده کړې ښوونځي په بشپړه توګه تړل شوي دي.

په ځینو مواردو کې د ټولینیزو رسنیو یو شمیر کارونکو داسې ویدیو ګانې خپرې کړې چې طالبانو د موسیقۍ الات ماتول.

برسیره پردې طالبانو د اپریل د میاشتې په لومړۍ نیټه (وري ۱۲) د افغانستان پر رسنیو باندې نور محدودیتونه هم ولګول او د هغو فلمونو او سریالونو خپرول یې هم منع کړل چې اسلامي محتوا یې درلودله.