شاته

اوکراین: د روسیې د میزایلو په برید کې ۲۳ تنه وژل شوي

په اوکراین کې مقامات وایي چې د وینیتسیا په ښار باندې د روسیې د میزایلو په برید کې لږ تر لږه ۲۳ تنه وژل شوي او څه باندې ۱۰۰ نور ژوبل شوي دي.

پولیس چارواکي وايي چې روسي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۱۴ (چنګاښ ۲۳) د کیف د جنوب-لویدیځ په ۲۷۰ کیلو میترۍ کې د وینیتسیا په ښار باندې درې میزایل توغولي او یو دفتر یې وېشتلی دی.

پولیس چارواکي وايي د روسیې سمندري ځواکونو له تورې بحیرې څخه دا میزایل توغولي چې د استوګنې ودانۍ یې ورانې کړې او ۵۰ موټرونه یې هم سوځولي دي.

د وینیتسیا د سیمې والي سرهي برزوف وایي چې د اوکراین دافع هوا ځواکونو څلور نور روسي توغول شوي میزایل شنډ کړي دي.

دا ښار د اوکراین یو لوی ښار بلل کېږي چې شاوخوا ۳۷۰۰۰۰ نفوس لري. د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته زرګونه کسان د دغه هېواد له ختیځ څخه د وینیتسیا ښار ته تښتېدلي دي.

د اوکراین ولسمشر ویلادمیر زیلینسکي ویلي دي چې په وژل شویو کې یو ماشوم هم شامل دی. نوموړي په ټیلیګرام کې لیکلي دي: «روسیه هره ورځ ولسي نفوس تباه کوي، د اوکراین ماشومان وژني او په ولسي اهدافو میزایل توغوي. که دا د تروریزم عمل نه دی، نو څه دي؟»

سرله دې چې روسیې خپل بریدونه زیات کړي‌ دي، خو د بریتانیا د دفاع وزارت ویلي دي چې روس ځواکونو کوم پام وړ پرمختګ نه دی کړی.

دوې ورځې مخکې اوکراین وویل چې د خیرسون په ښار کې د روسیې پوځي مرکز یې په لېرې-واټن وېشتونکي‌ توغندي وېشتلي او ۵۲ روسان یې وژلي دي، خو مسکو ادعا وکړه چې په برید کې اووه ملکيان وژل شوي دي. روسیې دا سیمه له اوکراین څخه نیولې ده.

روسیې څه باندې پنځه میاشتې مخکې په اوکراین باندې یرغل پیل کړ چې په وینا یې هلته د روسیې ژبې ویوونکو د ځپلو مخه ونیسي، خو کیف وايي چې مسکو په دغې جګړې کې زرګونه ولسي خلک وژلي، ژوبل کړي او ګڼ تاسیسات یې ویجاړ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې د سه شنبې په ورځ وویل چې په اوکراین کې د روسیې له یرغل راهېسې ۵۰۲۴ ولسي خلک وژل شوي دي.

همدغه راز د جګړې له کبله تر دې دمه څه باندې شپږ میلیون خلک له خپلو کورونو او سیمو څخه بېځایه شوي اوکډوال شوي دي.

د روسیې د تلفاتو دقېقه شمېره لا خپره شوې نه ده.

امریکا او متحدینو یې په اوکراین باندې د روسیې یرغل په کلکه غندلی دی او له اوکراین سره یې پوځي او بشري مرستې پیل کړي‌ دي.