شاته

په سوشل ميډیا د مشهور افغان ډاکتر وژنه طالبانو تایید کړه

د افغانستان واکمن طالب چارواکي وايي په کابل کې د ابن سینا خصوصي موسسې مشر ډاکتر انوارالحق جبارخېل نامعلومه کسانو وژلی دی.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د جولای په شپږمه امریکا غږ ته وویل چې ډاکتر انوارالحق جبارخېل دوه ورځې مخکې د بګرامیو ولسوالۍ کې سید جمال الدین افغان ښارګوټي کې په خپل موټر کې په مرموز ډول وژل شوی دی.

ښاغلي ځدراڼ تاییده کړې چې د هغه جسد دوه ورځې مخکې په کابل کې د عدلي طب ته د پوسټ مارټم لپاره سپارل شوی وو او تیره ورځ یې خپلې کورنۍ ته سپارلی. هغه زیاته کړې چې په قاتلینو پسې پلټنې روانې دي خو د جبارخېل د وژلو انګېزه هم تر اوشه معلومه نده.

ډاکتر انوارالحق جبارخېل چې د ځان پیژندګلوه د فیلسوف په توګه کاوه، په دې وروستیو کې پر ټولنیزو رسنیو د جنجالي بحثونو له امله ډیر مشهور شوی و.

په ټولنیزو رسنیو مدني فعالانو او ځايي خبریالانو لیکلي چې انوارالحق جبارخېل په داسې حالت کې موندل شوی چې تن یې له سره جدا شوی.

په ټولنیزو رسنیو د انورالحق په وژنې سخت غبرګونونه مخې ته راځي. د افغانستان د ملي امنیت شورا پخوانی ویاند کبیر حقمل په خپل ټویټر لیکلي: "ډاکټر انورالحق جبارخېل، چې ځان د نړۍ فیلسوف بالهٔ په وحشتناک ډول په کابل کې وژل شوی او جسد یې په ځاځي پارک کې موندل شوی دی. هغه به وخت ناوخت په ټلویزیونونو او ټولنیزو شبکو کې د اسلام او صحت په اړه خبرې کولې. متاسفانه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې هیڅوک هم خوندي نه دي."



د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل هم د ډاکتر جبارخېل د وژل کېدو په اړه د خواشینۍ په ښودلو سره ویلي چې هغه ته رواني ناروغي پیدا شوې وه.


د افغانستان د پخواني حکومت د عامې روغتیا وزارت مرستیال ډاکتر وحید مجروح پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي وو چې جبارخېل په وروستیو کې په رواني ناروغۍ اخته شوی و.

یادونه: د دې خبر معلومات وي او ای اشنا څانګې نه اخیستل شوي دي