شاته

بایډن د ویتنام د جګړې ۴ سرتیرو ته د ویاړ مډالونه ورکړل

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن پرون سه شنبه جولای ۵ (چنګاښ ۱۴) د پوځ څلورو سرتېرو ته د ویتنام د جګړې پر مهال د هغوی د سرښندونو په خاطر د ویاړ مډالونه ورکړل چې دا مډال په امریکا کې تر ټولو ستر اعزاز دی.

جمهور رئیس بایډن، د ویتنام د جګړې د دریو سرتیرو (بریدمل ډوایټ بریډویل، جګړن جان ډفي او بریدمل ډنیس فوجي) ته د هغوی مډالونه ور په غاړه کړل. د ویاړ د مډال څلورم ګټونکی بریدمل ایډورډ کانشیرو په جګړه کې وژل شوی. د هغه زوی، جان کانشیرو د خپل پلار په استازیتوب د هغه مډال واخیست.

جمهور رئیس بایډن وویل: "زما هدف دادی چی دا ډیره د حیرانتیا خبره ده که تاسو پوه شی چی دوی هر یوه څومره لوی افتخارات ګټلی. دوی د خپلې دندې او مسولیت نه هم لا پورته تللي دي. دې خلکو د خپل ژوند په قیمت خدمت کړی دی".

کانشیرو د ۱۹۶۶ کال د دیسمبر په میاشت کې د خپل ټوپک او لاسي بمونو په مرسته د شمالي ویتنامیانو درې ډلې پر شا وتمبولې او خپل ټولي ته یې لاره خلاصه کړه چې په خوندي توګه ووځي. هغه څو میاشتې وروسته په جګړه کې په مرمۍ ولګېد او مړ شو.

بریدمل برډویل لومړنی بومي امریکایي دی چې د ویتنام په جګړه کې ورته د اتلولۍ مډال ورکول کېږي.

برډویل د ۱۹۶۸کال په جنوري کې، سایګان ته نږدې پر هوايي اډه باندې د دښمن د برید پر وخت په داسې حال کې خپل قومندان وژغوره چې پخپله په مخ او پښو باندی ټپی شوی و. او په زخمي حالت کې له دښمن سره جنګېدلی وو ترڅو د جګړې له سیمې څخه د نورو ټپیانو ایستلو ته زمینه برابره کړي.

بایډن وویل: "هغه ته امر وشو چې هلیکوپتري ته پورته شي. هغه د امر اطاعت وکړ، هلیکوپتر ته وخاته - زما دپاره دا جالبه ده چې - د هلیکوپتر له بلې دروازې بیرته ووت تر څو جګړې ته ادامه ورکړي".

جګړن ډفي د ۱۹۷۲ کال د اپریل په میاشت کې په خپل محاصره شوې اډه کې یوازنی پاتې عسکر و. په محاصرې کې دوه ځله زخمي شو. هغه د دښمن موقعیت ته ددې دپاره ورنږدې شو چې د هوايي برید غوښتنه وکړي. چې په دې جریان کې د دریم ځل لپاره هم ټپی شو. جګړن ډفي د طرفدارو ویتنامي عسکرو د په شا تګ مرسته کوله او کوښښ یې کاوه چې نور عسکر له ژوبلېدو وژغوري.

بایډن وویل: "بالاخره هلیکوپتر الوتنې ته چمتو شوه. پدې وخت کې د هغه یو ویتنامي متحد ملګری په پښه ولګېد او لږ پاتي وو چې له هلیکوپتر څخه وغورځیږي چې په دې وخت کې جګړن ډفي هغه را کش کړ او په دې ډول یې پر لار د یو بل انسان ژوند هم وژغوره".

کله چی په ۱۹۷۱ کال کې د بریدمل فوجي روغتیايي هلیکوپتر په جګړه کې رانسکوره شوه، هغه د تېښتې پر ځای لازمه وګڼله چې د خپلو زخمي شویو ملګرو سره مرسته وکړي. د ژوبلو عسکرو د درملنې دپاره لاس په کار شو او په عین وخت کې له هوايي ځواکونو سره په تماس کې وو ترڅو د دښمن د برید پر شا تمبولو دپاره مرسته وغواړي. بایډن د ویاړ د مډال ګټونکو ته په خطاب کې وویل: "موږ به همېشه هېواد، خپلو ملګرو او متحدینو ته ستاسې د ژمنتیا درناوی کوو".

دا د هغو اتلولیو درناوی دی چې ډېر پخوا تیر شوي خو یادونه یې لا ژوندي پاتې دي.