شاته

شهباز شريف امریکایانو ته د ازادۍ په ورځ مبارکي ورکړې، وايي امریکا سره په هره کچه اړيکو ته وده ورکول غواړي

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف ويلي، حکومت يې د امریکا سره په هره کچه اړيکو ته د ودې ورکولو خواهش لري، نوموړي امریکا او امريکايانو د ازادۍ د ورځې اومبارکي ويلې ده.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د امریکا د ازادۍ د ورځې په مناسبت امريکا او امريکايانو ته اومبارکي ويلې او په ټویټر يې د امریکا سره د اړيکو په اړه ویلي، حکومت يې د امریکا سره په هره کچه اړيکو ته د ودې ورکولو په لړ کې سترګې په لار دی.

هغه ويلي، "زما حکومت د جوبايډن [امریکا د صدر] انتظامیې سره د پانګونې او تجارت په ګډون په هره کچه اړيکو ته د ودې ورکولو خواهش لري".

د پاکستان وزیراعظم د امریکا سره په هره کچه اړيکو ته د ودې ورکولو خبره په داسې حال کې کړې چې د پاکستان مخکني وزیراعظم عمران خان په امریکا تور لګولی چې د هغه د حکومت پرضد امريکا سازش کړی وو.

امريکا او په پاکستان کې د عمران خان مخالفه ګوندونو چې اوس په حکومت کې دي د عمران خان دغه تور په کلکه رد کړی دی.

د عمران خان د تور وروسته داسې ويل شوي چې د امریکا او پاکستان اړيکې ترينګلې شوې وې.

خو په وروستيو کې امریکا په پاکستان کې خپل مستقل [مکمل] سفیر ډونلډ بلوم په ځای کړی او د امريکايي صدر جوباېډن د تجارت لپاره ځانګړى استازي دلاور سيد د خارجه وزير بلاول بټو سره هم لیدلي دي.

د جون په مياشت کې د امریکا سفير ډونلډ بلوم په کراچۍ کې د پاکستان د ونډو بازار [پاکستان سټاک اېکسچېنج] ته ورغلی او په دغه مهال نوموړي ويلي وو، د پاکستان او امریکا ترمنځ کاروبار، تجارت، صنعت او پانګونو ته به وده ورکړی شي.

او د پاکستان د ونډو د بازار مشر فرخ خان ويلي وو، دوی د امریکايي سفیر او د هغه د ټيم سره ګټورو مذاکراتو ته په تمه دي چې د پاکستان په کېپټل مارکيټ/ يا د پېسو په مارکيټ کې د امریکايي پانګه والو، ادارو او شخصياتو دپاره د زياتې خوښۍ موقعې ولټول شي.