شاته

شمالي وزیرستان کې ځانمرګي برید 15 پوځیان ژوبل کړي او په ټانک کې دوه پولیس وژل شوي دي

د خېبرپښتونخوا په شمالي وزيرستان ضلع کې د پوځ په ګاډي ځانمرګی بريد شوی چې د لومړو معلوماتو ترمخه پکې 15 پوځيان ژوبل شوي دي او په ټانک کې په پوليسو وسله وال بريد کې دوه پوليس وژل شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې په پوځ ځانمرګی بريد د ګل/ دوشنبې په ورځ [4 جون] د ماسپښين نه وروسته د ميرعلي تحصيل په خدي علاقه کې د ميران شا، بنو په سړک دپاسه شوی دی.

په سمدستي ډول د بريد زمه واري چا نه ده منلې.

د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر [ډي پي او] فرحان خان دفتر مطبوعاتو په سیمه کې د ځانمرګی بريد تصدیق کړی دی.

پوليسو افسر ويلي د موټر سايکل د لارې ځانمرګي پوځي ګاډی په هدف کړی دی.

د پوليس په خبر کې ويل شوي په برید کې 15 پوځيان ژوبل شوی دي.

پوځ په رسمي ډول د دغه پېښې په اړه د دې خبر تر خپرېدو پورې څه نه دي ويلي.

ويل شوي پوځي کاروان د بنو نه د شمالي وزیرستان د افغانستان سره په پوله پرتې دته خېل علاقې ته روان وو چې په لار کې پرې ځانمرګی بريد شوی دی.

په سیمه کې يوې امنيتي سرچينې وي او اې ډیوه ته تاييد کړې چې ځانمرګي د پوځ د ګاډي نه موټر سايکل تمبولی او ژوبل پوځيان بيا د بنو پوځي روغتون [سي اېم اېچ] ته منتقل کړی شوي دي.

د امنيتي سرچينې په خبره د پېښې وروسته علاقه په ګېره کې اخستل شوې او د لټون عملیات پېل کړی شوي دي.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې تحریک طالبان پاکستان په وړوکي اختر کې ډز بندي کړې او په وروستيو کې يې ويلي وو چې د بل اعلان پورې به ډز بندي روانه وي.

د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ مذاکرات روان دي.

بل لور ته د ګل، دوشنبې، په ورځ په ټانک ضلع کې دوه پوليس نامعلومه وسله والو په ډزو په هدف کړي دي.

د ټانک پوليسو تاييد کړې دغه پوليس والا په ساده جامو کې په داود خېل علاقه کې په موټر سايکل روان وو، نامعلومه کسانو پرې ډزې کړي او په ځای يې وژلي دي.

د دغه پېښې زمه واري هم تراوسه چا نه ده منلې.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.