شاته

پوتین خپل پوځ ته د لوهانسک د نیولو مبارکي ورکړه؛ زیلیسنکي یې د بیا ازدولو ژمنه وکړه  

د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین خپلو ځواکونو ته د اوکراین په ختیځ کې د لوهانسک سیمې د «ازادولو» له کبله مبارکي ورکړې ده.

د رویټرز خبري اژانس وایي چې ښاغلي پوتین نن دوشنبه جولای څلورمه «چنګاښ ۱۳» د خپل دفاع له وزیر سرګي شویګو سره لیدلي او ویلي دي هغه سرتېري دې ارام وکړي چې د لوهانسک سیمه یې نیولې او نورې جنګې ډلې دې جګړه روانه وساتي. دا ملاقات په تلویزون کې هم ښودل کېده.

د لوهانسک د سیمې نیول د اوکراین په جګړې کې د روسیې لپاره مهم پرمختګ بلل کېږي.

بلخوا د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلیسنکي ژمنه کړې ده چې په پرمختللیو وسلو سره به له روسیې ځواکونو څخه نیول شوې سیمې بېرته «ازادې» کړې.

ښاغلي زیلیسنکي وویل چې روسیه اوس د اوکراین د دونباس په سیمه کې د پرمختګ هڅه کوي چې اوکرایني ځواکونه یې د لېرې واټن وېشتونکیو توغندیو باندې ځواب وايي.

نوموړي وویل: «حقیقت دا دی چې موږ خپل سرتېري ساتو او زموږ خلک [جګړې کې] برابر او مهم رول لوبوي. موږ به دیوالونه بیا ورغو او ځمکه به بیا ونیسو او تر ټولو مهمه دا چې خلک باید وساتل شي.»

اوکراین د یکشنبې په ورځ وویل چې د لوهانسک څخه خپل ځواکونه وباسي، ځکه چې د روسیې د لوی لښکر او تجهیزاتو مقابل کې دفاعي دریځ به ډېر زیان ور واړوي.

د لوهانسک والي سرهي هایداي رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د لوهانسک په بایللو کې کوم مهم څه له لاسه ورکړل شوي نه دي او اوکراین باید ټوله جګړه وګټي. هغه وویل: «دا ډېر دردوونکی دی خو د جګړې بایلل نه دي.»

اوکرایني چارواکي له لویدیځ څخه د پرمختللو او قوي وسلو غوښتنه کوي چې د روسیې په مقابل کې دا جګړه وګټي. دا په داسې حال کې ده چې روسیې تېره ورځ وویل چې له اوکراین سره ددې هیواد په یو سرحدي‌ ښار کې چاودنو درې تنه وژلي دي.

په چاودنو کې، چې د بیلګوردو په ښار کې شوې، د استوګنې لسګونه ودانۍ هم زیانمنې شوې دي. د اوکراین یو چارواکي ویلي‌ چې د روسیې یو پوځي مرکز یې وېشتلی دی.

بیلاروس ویلي وو هغه میزایل یې دفع کړي چې اوکراین پرې توغولي وو او روسیې هم ویلي چې اوکراین د بیلګورود په ښار میزایل توغولي.

روسیې د روان کال د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین یرغل پیل کړ. امریکا او متحدینو یې دا یرغل غندلی او په مقابل کې یې له اوکراین سره پوځي‌ او بشري مرستې پیل کړې دي.

د اوکراین چارواکي وایي چې په دغې جګړې کې تر دې دمه زرګونه کسان وژل شوي، ژوبل شوي‌ او ډېر تاسیسات وران ویجاړ شوي دي.

ملګري ملتونه وايي‌څه باندې شپږ میلیون اوکراینیان له خپلو کورونو او سیمو څخه کډوال شوي‌ او په میلیونونو نور دننه په دې هیواد کې بېځایه شوي‌ دي.