شاته

څېړونکي: امریکا د خپلو نوؤ اهدافو په اساس تر پاکستان زیات ارزښت هند ته ورکوي

په پاکستان کې څېړونکي وايي چې دافغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د پاکستان لپاره د امريکا په پالېسۍ کې بدلون راغلی او د خپلو نوؤ اهدافو په اساس د پاکستان په پرتله زيات ارزښت هندوستان ته ورکوي.

دوی وايي که څه هم امريکا په افغانستان کې د بشري حقونو خوندي کولو لپاره پاکستان ته اړتيا لري خو په منطقه کې د چين اثر رسوخ کمولو لپاره يې زياته پاملرنه د هندوستان ترڅنګ نورو سیمه ییزو هېوادونو ته کړې ده۔

په دې هکله د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر خورشيد خان وي او ای ډيوه ته وايي " زما خيال دا دی چې اوس هم پاکستان د افغانستان حوالې سره مهم دی خو هغه شان نه دی څنګه چې د يوولسم سپتمبر له پېښې وروسته د جنګ دوران کې و، اوس دې لپاره يوازې اهم دی چې په افغانستان کې کومې انساني مسلې دي او اقتصادي بحران دی نو د هغې په سمولو کې د پاکستان يو کردار شته چې د هغې امريکې ته اوس هم ضرورت شته خو هغه دومره هم نه دی چې مونږ یې لوړو سياسي چارو سره وتړو"

د امريکې صدر جوبايډن په تېر اپرېل کې د افغانستان څخه د وتلو اعلان کړی ؤ او ويلي یې وؤ چې د 11م ستمبر پورې به ټول امريکايي ځواکونه د افغانستان څخه اوباسي۔

صدر بايډن زياته کړې وه په افغانستان کې د امریکا ماموريت هغه وخت سرته رسیدلی ؤ چې اسامه بن لادن معالوم کړی شو او نړۍ د ترهګرۍ نه خلاصه کړی شوه۔

د څېړونکو ترمخه په منطقه کې د چين اثر رسوخ کمولو دپاره امريکا د پاکستان په پرتله زيات اهميت هندوستان، بنګله دېش او نورو علاقايي ملکونو ته ورکوي۔

ډاکټر خورشيد خان وي او ای ډيوه سره خبرو کې دا هم وويل چې د ترهګرۍ ضد جنګ چې کوم دور کې ؤ هغه تېر شو او د امريکا نوي اهداف جوړ شول او نوي ترجيحات يې راغلل نو په هغه ترجيحاتو کې اول هغوی هندوستان ځان سره کړو۔

نوموړی وايي چې د هندوستان د پاره امريکا انډو پېسېفک ريجن يا علاقه جوړه کړه او انډيا سره ېې د سټرېټيجک پارټنر په توګه اړيکې جوړې کړې۔

څېړونکي په دې نظر دي چې د موجوده نړيوال سياست له امله پاکستان هم هغه ملکونو ته ځان نزدې کړی کوم چې په جنوبي او منځنۍ اشيا کې مستقل امن او اقتصادي پرمختګ غواړي۔

په دې اړه د پېښور پوهنتون د امن او شخړو د مطالعې دمرکز استاد پروفېسر جميل احمد چترالي وي او ای ډيوه ته وايي چې د پاکستان، د روس، د چين، ايران او سعودي عربستان دا ګټې دي چې دې منطقه کې امن راشي نو د امريکې او يورپي اتحاد نه به دا شفټ ( د ملکونو راوړېدل) دېخوا راځي او د طاقت په اساس به د دې منطقې اهميت نور هم سېوا کېږي نو دغه ښايي چې پاکستان اوس دې اړخ ته راروان دی۔

څېړونکي وايي د امريکې سياست هم د پاکستان په اړه پالېسۍ باندې ژور اثر لري، دوی وايي چې کله هم رپبلکن ګوند په واک کې راغلی نو د پاکستان پوځي اسټېبلشمنټ سره ېې ښې اړيکي جوړې کړي خو بل اړخ ته د صدر جوبايډن په څېر د ډيموکرېټک ګوند غړي په پاکستان کې معاشرتي، معاشي او سياسي پرمختګ لپاره پالېسۍ وضع کوي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د سیمې د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.