شاته

ملا هبت الله اخوند: مونږ مستقل یو د هیچا فرمایشات نه منو

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند کابل کې د دیني عالمانو او قومي مشرانو یوې لویې غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په نافذیدو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې که پرې اټوم بم هم استعمال شي د شریعت له لارې به یو قدم هم شاته لاړ نشي.

ملاهبت الله اخوند چې د طالبانو د حکومت د باختر خبري اژانس د راپور له مخې یې نن د جمعې په ورځ د جولاې اول ( چنګاښ لسم) په لومړي ځل کابل کې د دیني عالمانو او قومي مشرانو د بندو دروازو شاته یوې سترې غونډې ته وینا کوله وویل، چې د جهاد او جګړې دوره له حکومتدارۍ سره ټوپیر لري.

هغه وویل: "مجاهدينو ښه په میړانه جهاد وکړ، ميدان يې ښه په نره وګاټه، د شرعي نظام لپاره يې قربانۍ ورکړې خو د شريعت نفاذ د طالب او مجاهد کار نه دی، شريعت نافذول د عالمانو کار دی".

د طالبانو مشر وینا په غږیز ډول د ملي تلویزیون د یوټیوب چینل له لارې په ژوندې بڼه خپریدله. د تیرې ورځې په څیر نن هم دې غونډې ته خبریالانو ته د ننوتلو اجازه نه وه ورکړل شوې.

د طالبانو مشر یو ځل بیا په حکومت کې ژبني، سیمه ییز او انډیوالۍ د اړیکو په بنا د چلند څخه انتقاد وکړ او ویې ویل چې د عدالت په نه شتون کې نظامونه بقاء نه شي کولی او له خپلو چارواکو یې وغوښتل،چې زورواکو او مفسدینو ته دې په خپلو لیکو کې ځای نه ورکوي.

هغه پر بهر میشتو افغانانو غږ وکړ، چې خپل وطن ته ستانه شي،خو زیاته یې کړه ،چې چاته به زیان نه رسوي او نه به تخریب کوي او که چیرې یې د نظام پر خلاف توطیه وکړه نو بیا به ورته سزا ورکړل شي.

د طالبانو مشر د خپل حکومت د بڼې په اړه وویل، چې دا یو اسلامي سلطنت ته ورته یو نظام دي او زیاته یې کړه چې افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په خپلواک ډول پریکړې کوي او د هیڅ کوم هیواد تر اغیز لاندې نه دي.

هغه د اسلامي نظام د ټینګیدو لپاره د طالب وسله والو مبارزې یادونه وکړه او ویې ویل چې یو زوی یې هم په دې لار کې خپل سر بیاللی دی.

د طالبانو مشر وویل: "نړۍ دې د افغانستان په چار کې مداخله نه کوي، موږ مستقل یو د هیچا فرمایشات نه منو."

د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست د ۱۵ مې راهیسې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته دا لومړی ځل دی چې د طالبانو مشر کابل ته سفر کوي او په یوه لویه غونډه کې وینا کوي.

ملاهبت الله اخوند د تیر کوچني اختر د لمانځه پر مهال په کندهار کې لمونځ کوونکو ته وینا کړې وه، خو هغه د وینا پر مهال خلکو ته شا اړولې وه.

کابل کې د دیني عالمانو او قومي مشرانو دا لویه غونډه د پنجشنبې په ورځ پیل شوې.

دې غونډه ته درې نیم زره دیني عالمان او قومي مشران د افغانستان د ټولو ولایتونو او ولسوالیو څخه د طالبانو د حکومت له خوا بلل شوي دي.

د دوهمې ورځې غونډه شاوخوا نهه نیمې بجې پیل شوه او د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا دوهم مرستیال ملا عبدالسلام حنفي او د طالبانو د حکومت کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني هم غونډې ته ویناوې وکړې.

د پنجشنبې د ورځې غوڼده د طالبانو د رئیس الوزرا ملا محمد حسن په وینا پیل شوه چې بیا وروسته د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد په ګډون د طالبانو د حکومت یو شمیر چارواکو د غونډې ګډونوالو ویناوې کړې وې.

د تیرې ورځې د غونډې پر مهال د لویې جرګې خیمې سره نږدې ډزې شوې وې.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ډزو د علت په اړه خبریالانوته وویل چې ستونزه د خوشال خان مینه کې له وړاندې د امنیتي ارګانونو تر څارنې لاندې وه او یو تن غوښتل چې له یوې ودانې ډزې وکړي چې د طالبانو د امنیتي ساتوونکو له خوا تر برید لاندې راغی.

ټاکل شوې دا غونډه به د شنبې په ورځ د یو پریکړه لیک په خپرولو سره پای ته ورسیږي.