شاته

د ملګرملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي

افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر 'یوناما' وايي، ټاکل شوې د پنجشنبې په ورځ د جون ۲۳ ( چنګاښ ۲) به د ملګروملتونو د امنیت شورا په یوه ځانګړې غونډه کې د افغانستان وضعیت وارزوي.

یوناما ویلي، ټاکل شوې د امنیت شورا غړي به په دې ځانګړې غونډه کې د افغانستان په اړه د ملګروملتونود عمومي منشي د وروستي راپور په هکله بحث وکړي. دا غونډه د کابل پر وخت نن د ماښام په شپږ نیمو بجو پیلیږي.

یوناما ویلي، چې په دې غونډه کې به په بشري چارو کې افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي مرستیال رامز الاکبروف د دغه هیواد د موجود وضعیت په باب د امنیت شورا غړو ته معلومات ورکړي.

ملګروملتونو په یو راپور کې ویلي، طالبان د روان ۲۰۲۲ میلادي کال د اپریل له میاشتې وروسته افغانستان کې خپل واک پیاوړی کړی او خپل ۴۱ غړي چې نومونه یې د ملګروملتونو د بندیزونو په لیست کې دي په کابینه او نورو لوړو څوکیو کې ګمارلي دي.

ملګروملتونو په دغه راپور کې ویلي، چې په لوړو څوکیو باندې ټاکل شوي دغه طالب چارواکي د کاري وړتیا پر ځای د ګوندي د اړیکو او وفادارۍ پر اساس ګمارل شوي دي.

همداشان په دغه راپور کې د القاعدې د ډلې د مشر له خوا د طالبانو مشر ته د بیعت د بیا نوي کولو یادونه هم شوې ده او ویل شوي چې د ملګروملتونو د غړو هیوادونو ارزونې ښيي چې القاعده په افغانستان کې د پټیدو خوندي ځایونه لري.

د ملګروملتونو د عمومي منشي په وروستي راپور کې افغانستان کې د داعش د ډلې فعالیت ته هم اشاره شوې او ویلي یې دي چې دغې ډلې یو ځل بیا په دغه هیواد کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

خو د طالبانو حکومت په افغانستان د القاعدې د شتون او ازاد فعالیت په اړه راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې هیچا ته به د دې اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د کوم هیواد پرخلاف وکاروي.

همداشان د طالبانو حکومت په افغانستان کې د داعش د فعالیت په اړه اندیښنې هم بې ځایه بللې او ادعا یې کړې چې داعش په دغه هیواد کې فزیکي حضور نلري.

د ملګرو ملتونو دا غونډه په داسې حال کې جوړیږي، چې د افغانستان لپاره ددغې ټولنې د عمومي منشي د ځانګړې استازې د کار موده تیره اونۍ پاتی ته ورسېدله.

ملګروملتونو عمومي منشي تر اوسه لا د افغانستان لپاره خپل ځانګړی آستازی نه دی ټاکلی خو په سیاسي چارو کې یې یو جرمني دیپلومات مارکوس پټسل د خپل مرستیال آستازي په توګه ټاکلی دی.

د معلوماتو له مخې مارکوس پټسل به د نوي ځانګړي استازي تر ټاکل کېدو د عمومي منشي د ځانګړي آستازي چارې هم پرمخ یوسي.