شاته

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار د کرونا په ویروس اخته شوی

سپیني ماڼۍ یکشنبه جون ۱۹ (غبرګولي۲۹) ویلي چې د ملي امنیت د سلاکار جیک سلیوان د کرونا د معایناتو نتیجه مثبته راغلې.

ښاغلی سلیوان چې د ملي امنیت د سلاکار په توګه د جمهور رئیس جو بایډن سره ډیر وخت په اړیکه کې وي د سپینې ماڼۍ د یو جګپوړي چارواکي پر وینا هغه په وروستي ځل د ښاغلي بایډن سره د همدې اوونۍ په سر کې کتلي دي.

دې چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مطبوعاتو ته ویلي چې د ملي امنیت سلاکار وروسته تر هغه د جمهور رئیس جو بایډن سره لیده کاته بند کړل کله چې څو تنه چې هغه ته نږدې و، د کرونا په ویروس اخته شول.

په عین حال کې د ملي امنیت د شورا ویاندې آدرینه واټسن ویلي چې په ښاغلي سلیوان کې د کرونا وبا اعراض او علایم څرګند شوي او هغه د جمهور رئیس سره نږدې ناسته پاسته نه درلوده.

سپینې ماڼۍ هم تائید کړې چې جمهور رئیس جو بایډن د ښاغلي سلیوان سره تر کتلو وروسته په کرونا ندی اخته شوی او د معایناتو نتیجه یې منفې راغلې.

خو سپینې ماڼۍ پدې هکله د تبصرې کولو څخه ډډه کړې چې آیا تازه د ښاغلي بایډن د کرونا معاینات شوي که نه.

د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر د میاشتې راپدیخوا چې د کرونا وبا د لومړي ځل لپاره په چین کې خپره شوې، په متحده ایالاتو کې یې د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول ادارې د معلوماتو له مخې شاوخوا ۸۲ ملیونه کسان نیولي.

د ملي امنیت سلاکار پداسې حال کې په کرونا اخته شوی چې متحده ایالاتو په هیواد کې د کرونا وبا د خپریدو د مخنیوي لپاره ګڼ شمیر محدودیتونه او بندیزونه لیرې یا آسان کړیدي.

په تازه اقدام کې د امریکا متحده ایالاتو جون ۱۰ (غبرګولي۲۰) اعلان وکړ چې تر دې وروسته هغه نړیوال مسافرین چې په الوتکو کې دې هیواد ته راځي، د کرونا معایناتو کولو ته اړتیا نلري.

دا د امریکا لخوا د کرونا وبا د مخنیوي لپاره د لګیدلو قیوداتو د لیرې کولو لپاره یو ستر ګام دی.

د سپینې ماڼۍ د ویاندې مرستیال کیون منوز دا خبر تائید کړ او امریکایي مطبوعاتو بیا ویلي چې د سفر کولو د صنعت د پرله پسې غوښتونو او لابي کولو نه پس ټاکل شوې چې دا بندیز د همدې روانې اوونۍ په پای کې لیرې شي.


تر دې وړاندې ټول هغه مسافر چې متحده ایالاتو ته راتلل باید د سفر کولو څخه وړاندې یې د کرونا منفي معاینات د ځان سره لرل.