شاته

د ناټو سر منشي: په اوکراین کې جګړه ښایي څو کاله وخت ونیسي

د ناټو سر منشي ینز سټول ټنبرګ یکشنبه جون ۱۹ ( غبرګولي۲۹) خبردرای ورکړی چې په اوکراین کې جکړه ښایي څو کاله وخت ونیسي خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې لویدیځ متحدین باید د اوکراین ځواکونو سره ملاتړ کم نه کاندي.

ښاغلي سټول ټنبرګ د یوې جرمنۍ ورځپاڼې سره په مرکې کې ویلي چې "مونږ باید دې حقیقت ته چمتو اوسو چې ښایي دا (د اوکراین جګړه) کالونه وخت ونیسي. حتی که په لوړې بیعې هم وي مونږ باید د اوکراین سره د ملاتړ څخه لاس وانخلو".

د ناټو د سرمنشي تر څنګ د برتانیې صدراعظم بوریس جانسن هم چې د فبروري د میاشتې راپدیخوا چې روسیې په ګاونډي هیواد اوکراین یرغل کړی، دوه ځله یې کیف ته سفر کړی د اوکراین د "ستړي کیدو" د خطر خبرداری یې ورکړ.

ښاغلي جانسن چې حکومت یې د اوکراین سره ګڼ شمیر نظامي او بشري مرستې کړي، د جمعې په ورځ یې په کیف کې وویل چې غواړي د اوکراین ځواکونو ته روزنه ورکاندي.

د برتانیې صدر اعظم په یوې مقالې کې چې د لندن ټایمز ورځپاڼې خپره کړې، ویلي چې اوکراین ته باید د روسیې په پرتله وسلې، مهمات، روزنه او نور ضروري شیان په چټکه توګه ورسیږي.

سره لدې چې د روسیه پدې کې ناکامه شوې چې د جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي حکومت ړنګ او پایتخت کیف ونیسي خو د اوکراین په ختیځ کې د دواړو هیوادونو د سرتیرو تر منځ جګړې زور اخیستی.

تر ټولو سخته جګړه اوس مهال د لوهانسک ولایت د سایویرو دونتڅک په صنعتي ښار کې روانه ده چې د دونباس سیمې سره تړلې سیمه ده او روسیه غواړي چې کنټرول یې کړي.

پدې ښار باندې د روسیې بمباري روانه ده خو د لوهانسک والي سیرهي هایدي د اوکراین تلویزیون سره په مرکې کې وویل چې د روسیې ټولې هغه ادعاې ناسمې دي چې وایي دا ښار د هغوي په کنټرول کې دی.

ښاغلي هایدي وویل "د ښار مهمه برخه د هغوي په کنټرول کې ده خو ټول ښار نه. د جګړو له کبله د ښار نه د خلکو ایستل نا ممکن دي".