شاته

وسله والو په پاکستان کې ۳ تنه وژلي

په پاکستان کې چارواکي وایي وسله والو چې معلومه نده څوک به و، د بلوچستان په ایالت کې د سړک جوړولو په یو شرکت برید کړی لږ تر لږه ۳ کارګران یې وژلي او ۵ نور یې ټپي کړي.

د بلوچستان د حکومت ویاندې فراه عظیم شاه د اې پي خبري اژانس ته ویلي چې وسله والو جمعه ناوخته د هرنایي ولسوالۍ په یې غرنۍ سیمې کې د کارګرانو پدې کمپ برید کړی. میرمن عظیم شاه وویل چې وسله والو په کمپ کې څو موټرو ته اور اچولی او ماشینونه یې هم له منځه وړي دي.

د حکومت ویاندې ویلي چې دا کمپ د یوه سیمه ایز شرکت و چې د سړک جوړونې په یوې پروژې کې یې کار کاوه.

په برید کې پنځه تنه کار کوونکي لا درکه شوي هم دي او امنیتي چارواکو یې د لټون عملیات پیل کړي. په سیمه کې د پولیسو یو چارواکي رفیق ترین ویلي چې دوه کار کوونکي موندل شوي خو د دریو نورو د مړي او ژوند څرک لا ندی معلوم.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې برید د کولو ادعا نده کړې خو په بلوچستان کې ګڼ شمیر بلوڅ بیلتون غوښتونکې ډلې د کلونو راپدیخوا په حکومتي سرتیرو او هغو کاریګرانو بریدونه کوي چې د نورو ځایونو څخه دې صوبې ته د کار کولو لپاره ورځي.

بلوڅ بیلتون غوښتونکي دا شرکتونه تورنوي چې د هغوي دندې اخلي.

د بلوچستان په ولایت کې چې د منرالونو او ګازو له پلوه غني سیمه ده، د بلوچستان د ملي پوځ په شان وسله والې ډلې د پاکستان څخه خپلواکي غواړي.

د بلوڅ آزادۍ پوځ د بلوچستان په ایالات کې د څو بیلتون غوښتونکو ډلو څخه یوه ده چې د کالونو راپدیخوا د پاکستان تر ټولو سترې صوبې کې د حکومت پر ضد جنګیږي.

د دې ډلې یو ویاند جیاند بلوڅ په یوې اعلامیې کې چې په انګریزي ژبې لیکل شوې ویلي، "د بلوڅانو د آزادۍ پوځ سلګونه نوي ښځینه او نارینه غړي چې په ښه توګه روزل شوي چمتو دي چې د بلوچستان او پاکستان په هرې برخې کې خونړۍ حملې وکړي".

پدې اعلامیې کې چین ته هم ګواښ شوی او پکې ویل شوي ، "که په بلوچستان کې خپلې ښکیلاک کوونکې پروژې بندې نکړي او د پاکستان د اشغال څخه لاس وانخلي، د لا ډیرو بریدونو سره به مخ شي".

بلوڅ بیلتون غوښتونکو دا خبرداری داسې مهال ورکړی چې چین په خپل اوږدمهاله متحد پاکستان فشار اچولی څو په هغه هیواد کې د چینایي اتباعو امنیت تامین کړي او ډیر ژر هغه کسان عدالت ته راکاږي چې د دریو چینایي ښوونکو په وژلو کې لاس لري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت اپریل ۲۷ (غوایي اومه) د ډیر وضاحت له ورکولو پرته وویل:"د وژل شویو چینایانو وینه باید بې ځایه نشي او کوم کسان چې ددې پیښې تر شاه دي ددې کار قیمت به ورکړي."

دا برید د کراچۍ په ښار کې د چین د انستیتوت د دروازې مخ ته هغه مهال وشو چې یوې ښځینه ځانمرګې برید کوونکې پرځان پورې تړلې چاودیدونکي توکي د چینایي کارکوونکو د بس موټر مخ ته والوزول.

په یوې بلې پیښې کې په شمالي وزیرستان کې د یو پاکستانی سرتیری او یو وسله والو په جګړې کې وژل شوي. د پاکستان د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې په هغه سیمه کې چې دا وسله وال پکې وژل شوی، ځینې مهمات او وسلې هم د پوځ لاسته ورغلي.

پدې سیمه کې د پاکستاني طالابنو تر څنګ نورې وسله والې ډلې هم فعالیت لري.