شاته

پر اوکراین د روسیې یرغل؛ بوریس جانسن د دویم ځل لپاره اوکراین ته تللی 

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي چې د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن د جمعې په ورځ جون ۱۷ (غبرګولي ۲۷) کیف ته سفر کړی چې دا پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل راهیسې دویم سفر دی.

ښاغلي زیلینسکي د اوکراین څخه د بریتانیا د «ټینګ» ملاتړ څخه په مننه په خپل تیلګرام پاڼه لیکلي: «ددې جګړې زیاتو ورځو ثابته کړې چې د اوکراین څخه د بریتانیا ملاتړ ټینګ او ثابت دی. خوشحاله یم چې زمونږ د هیواد ستر ملګری بوریس جانسن بیا په کیف کې وینم».

ښاغلي زیلینسکي د بریتانیا صدراعظم ته د اوکراین د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې د ښه راغلاست ویدیو هم خپره کړې ده.

بوریس جانسن بیا ولسمشر زیلینسکي ته په خطاب کې په خپل رسمي ټویټر پاڼه لیکلي چې خوښ دی چې بیا په کیف کې دی.

اوکراین ته د ښاغلي جانسن سفر یوه ورځ وروسته له هغې کیږي چې د اروپایي ټولنې تر ټولو ځواکمنو مشرانو پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل څخه نژدې څلور میاشتې وروسته په اروپایي ټولنې کې د غړیتوب لپاره د اوکراین نوماند کیدل منلي دي.

همداشان دا پداسې حال کې دي چې د اروپایي ټولنې کمیسیون د جون په ۲۳ او ۲۴ په خپله راتلونکې غونډه کې اوکراین ته د دې ټولنې د کاندید په حیثیت ورکولو ټینګار کړی دی.

د فرانس پرس اژانس په وینا دا ډول اقدام به د روسیې سره يه شخړه کې د کیف څځه د ملاتړ یوه قوي نښه او سمبول وي.

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن د کیف له سیمې څخه د روسانو د پر شا تمبولو دوه اونۍ وروسته د اپریل په نهمه د جي۷ هیوادونو لومړنی مشر و چې اوکراین ته ولاړ. هغه د کیف ښار په خالي کوڅو کې د ولسمشر زیلینسکي سره یو ځای په ګرځیدو سره د اوکراین څخه د بریتاینا ملاتړ په ډاګه کړ او وویل چې دا ملاتړ به «د تاریخ په اوږدو کې همداسې روان وي.»