شاته

امریکا د هندي مقاماتو لخوا د اسلام ضد څرګندونې وغندلې

د امریکا متحده ایالتونو پرون د پنجشنبې په ورځ جون ۱۶ (غبرګولی ۲۶) د اسلام د پیغمبر په اړه د هند د حاکم ګوند هغه څرګندونې وغندلې چې په اسلامي هېوادونو کې یې د خلکو غوصه راپارولې ده.

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس خبریالانو ته وویل: "د بهارتیا جنتا ګوند د مسوولینو له سپکاوي ډکې خبرې غندو او خوشحاله یوو چې دغه ګوند هم رسما دغه څرګندونې وغندلې".

ښاغلي پرایس زیاته کړه: "موږ د هند له حکومت سره په دوامداره توګه د مذهبي آزادۍ په ګډون په بشري حقونو باندې په لوړه سطحه خبرې کوو او هند هڅوو چې د بشري حقونو درناوي ته وده ورکړي."

د هند د صدر اعظم نریندرا مودي د بهارتیا جنتا د ګوند ویاندې، نوپور شرما د مې په ۲۶مه په یوې تلویزوني مناظرې کې د اسلام د پیغمبر د کشرې مېرمن په اړه څرګندونې کړې وې چې په اسلامي نړۍ کې یې پراخې مظاهرې راوپارولې.

دغو څرګندونو نه یوازې د پاکستان بلکه د ډیرو عربو ملکونو، چې اکثریت یې له هند سره تودې اړیکې لري، دیپلوماتیکه نارضایتي راوپاروله.

په غبرګون کې، د هند بهارتیا جنتا ګوند نوپور شرما له کاره ګوښه کړې ده. ددغه ګوند بل غړی، نوین کومار، هم له دندې ګوښه کړل شوی دی. کومار هم په عامه رسنیو کې د اسلام د پیغمبر په اړه د حساسیت ډکو پیغامونو په خپرولو تورن شوی و.

امریکا څو ځله په محتاطانه ډول په هند کې د بشري حقونو په اړه په داسې حال کې اندېښنه څرګنده کړې ده چې پر صدر اعظم مودي تور دی چې داسې پالیسۍ پر مخ وړي چې د مسلمانانو اقلیت پکې په نښه کیږي.