شاته

برما کې د ۱۹۹۰ راهیسې په لومړي ځل ۲ کسان اعدامیږي

په برما کې د پوځي حکومت چارواکي وایي د پخوانۍ مشرې آنګ سان سوچي د ګوند یو غړی او د دیموکراسۍ یو مشهور فعال چې دواړه یي د ترهګرۍ په قضیو کې د مرګ په سزا محکوم شوي، په دار ځړول کیږي.

د پوځي حکومت یو ویاند نن جمعه جون ۳ (غبرګولي۱۳) د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې دا کسان به په زندان کې اعدام شي.

د ۱۹۹۰ کال راپدیخوا دا به لومړی ځل وي چې په برما کې د اعدام سزا تطبیق کیږي.

د پوځي حکومت ویاند ویلي چې د پارلمان پخوانی غړی فیو زیا تا او د دیموکراسۍ مشهور فعال کو جیمي چې دواړو ته د مرګ سزاګانې ورکړل شوي، د "زندان د قوانینو سره سم په دار وځړول شي".

د برما د پوځي حکومت مشرانو تیر کال د نظامي کودتا څخه وروسته چې د آنګ سان سوچي حکومت یې ړنګ کړ، د کودتا ضد لسګونه فعالان یې د مرګ په سزا محکوم کړي خو څو لسیزې کیږي چې پدې هیواد کې په چا د مرګ سزا تطبیق شوې نده.

د انګ سان سوچي د ملي لیګ ګوند دا غړی تیر کال د نومبر په میاشت کې ونیول شو او د همدې روان ۲۰۲۲ کال د جنوري په میاشت کې د ترهګرۍ د قوانینو له مخې د مرګ په سزا محکوم شو.

او د دیموکراسۍ فعال کیا مین یو ته چې په کو جیمي مشهور دی، ځانګړې نظامي محکمې عینی سزا ورکړله.


د برما د پوځي حکومت چارواکي وایي چې دواړو کسانو چې د اعدام په سزا محکوم شوي، د قانوني مراحلو پر اساس یې د محکمې د حکم په خلاف د استیناف او د حکم د بدلیدو غوښتنې کړي خو محکمې د هغوي غوښتنې رد کړي او تر دې وروسته بله لار نشته.

حکومت دا ندي ویلي چې دا کسان به څه وخت اعدامیږي.