شاته

طالبانو ۴ نړیوالو هوایي ډګرونو کې د مسافرینو د کنټرول او بررسۍ قرارداد یو بهرني شرکت سره لاسلیک کړ

طالبانو په ۴ نړیوالو هوایي ډګرونو کې د مسافرینو د کنټرول او بررسۍ قرارداد د متحده عربي اماراتو یو شرکت سره لاسلیک کړ

طالبانو د عربي متحده اماراتو د "ګاک" شرکت سره قراراداد لاسلیک کړ چې د افغانستان په څلورو نړیوالو هوایي ډګرونو کې د مسافرینو او د هغوي د سفر کولو د لوازمو د کنټرول او بررسۍ چارې پر مخ بوځي.

د ګاک شرکت چې مرکزي دفتر یې د عربي متحده اماراتو د ابوظبي په ښار کې دی ویلي چې د قرارداد له مخې د کابل، کندهار، مزار شریف او هرات ولایتونو نړیوال هوایي ډګرونه د راتلونکو دریو کالونو لپاره اداره کوي.

د دې شرکت سیمه ایز مدیر ابراهیم مورافي د طالبانو سره د قرارداد په هکله د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، " د دې قرارداد په لاسلیک کیدو سره تمه کیږي چې د نړیوالو هوایي شرکتونو باور ډیر شي چې خپل پروازونه بیرته پیل کاندي".

د افغانستان د ترانسپورت او ملکي هوانوردۍ وزارت هم د عربي متحده اماراتو ددې شرکت سره د قرارداد لاسلیک کیدل تائید کړي.

د ګاک شرکت په افغانستان کې د طالبانو د راتګ څخه وړاندې هم فعالیت کاوه او د طالبانو سره د کابل ، کندهار او هرات ولایتونو کې د مدیریت او خدماتو یو جلا قرارداد هم لاسلیک کړی.

د دې قرارداد د لاسلیک کولو څخه وړاندې د ترکیې او قطر چارواکو څو ځله د طالبانو د هوا نوردۍ وزارت د مسؤلینو سره د هوایي ډګرونو د چارو د سمبالښت په هکله غونډې وکړلې خو نتیجه یې ځکه ورنکړله چې طالبانو ټینګار کاوه د دې هوایي ډګرونو د امنیت ساتلو مسؤلیت به د طالبانو په لاس کې وي.

په اوس وخت کې د کابل په هوایي ډګر کې د الوتکو د تګ راتګ چارې د افغانانو یوه ډله سمبالوي چې د د ازبیکستان او قطر مسلکي کسانو روزلي دي.

سره لدې چې د افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د نړیوالو الوتکو تګ راتګ کم شوی خو طالب چارواکي د نړیوالو الوتکو د پروازنو د ډیریدو لپاره هلې ځلې کوي. د قراراداد له مخې به د مسافرینو او د هغوي د اړوندو لوازمو کنټرول او بررسي د نړیوالو معیارونو پر اساس کیږي.

اوس مهال یوازې د کابل د نړیوال هوایي ډګر څخه ځیني نړیوال او داخلي پرازونه کیږي خو لا هم دا هوایي ډګر بیارغونې ته اړتیا لري چې په بشپړه توګه د سترو نړیوالو هوایي شرکتونو لپاره د ګټې اخیستو جوګه شي.

د طالبانو د راتګ څخه وروسته چې د کابل د نړیوال هوایي ډګر څخه د تخلیې بهیر پای ته ورسید، ورسره دا هوايي ډګر هم له فعالیته ولوید. په اوس وخت کې د افغانستان له پښو لویدلي اقتصاد د بیرته رغولو لپاره دا نړیوال هوایي ډګر مهم نقش لري.