شاته

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د سوء تغذیې په ډیروالي بیا اندیښنه وښوده

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یونیسف) یو جګپوړي چارواکي ویلي چې په افغانستان کې په ماشومانو کې د سوء تغذیې پیښې ورځ په ورځ ډیریږي.

د افغانستان لپاره د دې ادارې استازي محمد اګ ایویا جمعه جون ۳ (غبرګولي۱۳) په ټویټر کې لیکلي چې د کابل او پروان ولایتونو په یو شمیر روغتونونو کې یې د هغو ماشومانو روغتیایي وضعیت کتلی چې په سوء تغذیې اخته و.

ښاغلي ایویا زیاته کړې چې د دې ادارې د سوء تغذیې د چارو د تنظیم کوونکي سره په ګډه یې په روغتون کې په سوء تغذیې اخته ماشومانو وضعیت څیړلی او داسې ماشومان یې هم لیدلي چې د سا ورکولو په حال کې و.

هغه وویل، " زه په ماشومانو کې د سوء تعذیې په ډیرښت اندیښمن یم. د یونیسف د سوء تغذیې د مدیر سره په ګډه مې داسې ماشومان ولیدل چې د مړه کیدو په حال کې و او نا هیلې او بې وسه میندې او د روغتیایي چارو قرباني ورکوونکي کار کوونکي مې ولیدل".

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت تیره اوونۍ ویلي و چې په روان میلادي کال کې لږ تر لږه ۳۶۰ ماشومان چې په حادې سوء تغذیې اخته و، مړه شویدي.

د دې وزارت ویاند جاوید هژیر د مې په ۲۵مه (غبرګولي۴) په خبري کنفرانس کې وویل چې د روان کال په لومړنیو ۶ میاشتو کې د ۴۵۶ زرو څخه ډیر داسې ماشومان روغتیایي مرکزونو ته د درملنې لپاره راوړل شوي چې په سوء تغذیې اخته و.

هغه ویلي چې په دغه شمیر کې ۳۶۲ زره یې په متوسطې خوارځواکۍ اخته وو او پاتې ۱۱۳ زره نور په سختې خوارځواکۍ اخته شوي ماشومان وو.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په روان کال کې د ۵۶ زرو څخه زیات په خوارځواکۍ اخته ماشومان په روغتونونو کې بستر شوي چې ورسره د هغو ماشومانو شمیر چې په تیرو نهو میاشتو کې په روغتیايي مرکزونو کې یې درملنه شوې ۵۶۶ زرو تنو ته رسیږي.

خو بل پلو بیا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یوه ورځ وړاندې ویلي و چې سږ کال په افغانستان کې شاوخوا ۱.۱ ملیون ماشومان د سوء تغذېې تر ټولو په شدیدې بڼې اخته دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې د ۲۰۱۸ کال په پرتله د دې ماشومانو شمیر چې په شدیدې سوء تغذیې اخته دي، تقریباً دوه چنده ډیر شوی.