شاته

امریکا د پوتین د خزانه دار نوم په تور لیست کې شامل کړ

د روسیې په جمهور رئیس ولادمیر پوتین د بندیزونو په لړ کې د امریکا متحده ایالاتو نن پنجشنبه جون ۱۲) د پوتین خزانه دار او یوې کمپنۍ مشر نومونه د بندیزنو په تور لیست کې شامل کړې په روسیه کې جګپوړې طبقې ته عصري کښتۍ برابروي.

د متحده ایالاتو دا بندیزونه په اوکراین د یرغل له کبله په روسیې فشار ډیروي.

د امریکا د خزانې وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د پیسو د تنظیموونکي سرګي رولدوګین تر څنګ، په یوې سندرغاړې، د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زخاروف او ګڼ شمیر تفریحي کښتیو بندیزونه لګولي چې شک کیږي ښاغلی پوتین پکې ونډه لري.

د متحده ایالاتو پدې تازه بندیزونو کې ګڼ شمیر جګپوړي حکومتي چارواکي او د دیر واک لرونکي سوداګر، الوتکو او تفریحي کښتیو خاوندان او د روسیې یو تر ټولو ستر بانک اجرائیوي رئیس نومونه هم شامل دي.

پدې افرادو او شرکتونو د بندیزونو تر څنګ د متحده ایالاتو د سوداګرۍ وزارت د شاوخوا ۷۰ روسي شرکتونو نومونه پداسې لیست کې اچولي چې نشي کولی د امریکایي شرکتونو څخه ټکنالوژي او نور لوازم واخلي.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د دې بندیزونو هدف د هغو شبکو کمزوري کول دي چې په روسیه کې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین په ګډون جګپوړي طبقه ترې ګټه اخلي پیسې پټې کړي او یا یې پرته لدې چې نوم په ډاګه شيو له یو ځای څخه بل ځای ته انتقالوي".

متحده ایالات پداسې حال کې په روسیې دا تازه بندیزونه لګوي چې په ګاونډي هیواد اوکراین د یرغل کولو څه باندې ۳ میاشتې کیږي.

سپینې ماڼۍ هم ویلي چې د بندیزونو هدف په مسکو د فشار ډیرول دي.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې ویل شوي چې متحده ایالاتو او په نړۍ کې څه باندې ۳۰ متحدینو یې په روسیې "بې ساري اقتصادي بندیزونه او د صادراتو کنټرول لپاره محدودیتونه وضع کړي تر څو جمهور رئیس پوتین په اوکراین د روسیې د یرغل له کبله مسؤل وبلل شي"