شاته

شهباز شریف:خپلو مخالفینو نه مرستې ترلاسه کولو کې په ناکامۍعمران خان دبهرني سازش دروغ جوړ کړي

د پاکستان پخواني صدر اصف علي زرداري اؤ پاکستان کې دزمکو دیو سترکاروباري شخصیت ملک ریاض ترمینځ د ټیلي فون هغه شکمنې خبرې په ټولنیزو رسنیو رسوا شوي دي چې پکې ملک ریاض دعمران خان له لوري اصف زرداري ته د سازباز یا روغې جوړې پیغام رسوي.

په ټولنیزو رسنیو رسوا شوؤ دغو خبرو ته غبرګون کې دپاکستان وزیراعظم وایي عمران خان دځان بچ کولو په خاطر خپلو سیاسیي مخالفیینو نه دمرستې غوښتنې کولې خو چې په دې کې ناکام شو نو بیا یې دبهرني سازش دروغژنه بیانیه جوړه کړه.

خو دتحریک انصاف ګوند مشران دا اډيو دروغ بولي اؤ وایي عمران خان نه دهغه مخالفینو این ار اؤ غوښته خو هغه هیچاته دخپل اقتدار بچ کولو لپاره سوالونه نه دي کړي.

په عین حال کې پاکستان تحریک انصاف ګوند د موجوده حکومت لخوا احتساب قوانینو کښې د شوؤ بدلونونو عدالت کښې دچیلنج کولو اعلان کړی دی.

میډیا سره دخبرو په وخت د پاکستان تحریک انصاف مشر اؤ دبهرنیو چارو پخواني وزیر شاه محمود قریشي ویلې ددوي ګوند به دا ترامیم په عدالت کښې چېلنج کوي اؤ‌سپریم کورټ نه هم دوي خواست کړی دی چې دحکومت له لوري دشوؤ دې بدلونونو نوټس واخلي.

شاه محمود قریشي وایي ددې ترمیمونو مقصد هغه خلک بچ کول دي چا چې د هېواد پیسه لوټ کړې ده.

خو حکومت دریځ لري چې تیر حکومت داحتساب اداره د سیاسي انتقام د پاره کارؤله داحتساب قانون کې دشوؤ‌ بدلونونو نه وروسته به اوس دسیاسي انتقام لپاره دنیب دکارؤل کیدو مخه ونیول شي.

شاه محمود قریشي د ستر عدالت نه په داسې حال دنیب قوانینو کې دبدلونونو د نوټس غوښتنه کړې ده چې دمسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز څو واري پخپلو جلسو کښې په ښکاره ویلې دي چې ستر عدالت دې د پي ټي ایي دمشر عمران خان نه ځان په ډډه وساتي اؤ بې پلوه دې وي.

په پنځویشتم مئ د عمران خان اسلام اباد ته دلانګ مارچ وروسته پخواني‌وزیراعظم عمران خان ویلې دي د پولیسو لخوا مارچ کوونکو باندې سخت تشدد شوی دی اؤ دوئ ددې غندنه کوي.

په پنځویشتم مارچ اسلام اباد ته له رسیدو سمدستي وروسته عمران خان دغلته دخپل احتجاج ختم ختمولو اعلان کړی ؤ اؤ حکومت ته یې خبرداری ورکړی ؤ چې که په شپږو ورځو کې دننه یې اسمبلۍ ماتې نه کړې اؤ دنوؤ ټولټاکنو اعلان یې ونه کړو نو دی به یو ځل بیا دخپلو ۳۰لکو پلویانو سره اسلام اباد ته لاریون وکړي.

عمران خان ولې اسلام اباد کې احتجاجي ناسته ونه کړه اؤ ایا هغه به بیا دومره زر دخپل ګوند له لوري اسلام اباد ته لانګ مارچ وکړي که نا؟ ددې پوښتنې ځواب کې خبریال محمود جان بابر وایي عمران خان سره دادارو ملاتړ نه ؤ ځکه اسلام اباد کې ایسار نه شو.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې محمود جان بابر وایي کله چې کال ۲۰۱۴م کې عمران خان د نواز شریف دحکومت په ضد اسلام اباد کې احتجاجي ناسته کړې وه نو هغه وخت ورته د ادارو ملاتړ ترلاسه ؤ خو کله چې د بې باورۍ د تحریک په نتیجه کې دده حکومت ختم شو نو هغه په ښکاره په هغه ادارو تورونه ولګول ځکه دا ځل ورسره د ادارو مرسته هم نه وه.

دښاغلي بابر په وینا اوس عمران خان ته به دا هم ګرانه وي چې خپل ووټر په دې پوهه کړي چې ولې دوي اسلام اباد ته مارچ کوي ځکه چې د عمران خان دپلویانو په ذهن کښې هم دا پوښتنه ده چې ېو ځل اسلام آباد ته له تګ وروسته اوس بیا عمران خان دڅه لپاره اسلام اباد ته مارچ کوي؟

اسلام آباد ته دلانګ مارچ په وخت د عمران خان اؤ دهغه د ګوند دیو شمیر مشرانو پرضد د اسلام اباد یو شمیر تاڼو کښې مقدمې هم درج شوې دي‌اؤ حکومت وایې دې مقدمو کښې نامزد کسان به نیسي.

بلخوا په ټولنیزو رسنیو د ملک ریاض اؤ پخواني صدر اصف علي زرداري ترمینځ د ټیلي فوني شکمنو خبرو خبرې مخې ته له راتلو وروسته وزیراعظم شهباز شریف ویلي دي عمران خان د ځان بچ کولو د پاره د خپلو سیاسي مخالفینو نه مدد غوښتو.

په دغه ټيلي فوني خبرو کې (په شکمنه توګه) ملک ریاض پخواني‌صدر ته وايي چې عمران خان پیغام ورته رسول غواړي خو ځواب کښې ورته اصف زرداري وايي چې اوس ددې وخت تیر دی.

دتحریک انصاف مشرانو فوادچوهدري اؤ شهباز ګل په ټولنیزو رسنیو خپره شوې دا اډیو دروغ بللې ده اؤ وایي دا مسلم لیګ نواز ګوند دځانه جوړه کړې ده