شاته

په کابل کې ښځو د طالبانو د وروستیو محدودیتونو په ضد لاریون وکړ

یو شمېر افغان مېرمنو نن یکشنبه مۍ ۲۹ (غبرګولې اتمه) په کابل کې د یو لاریون په ترڅ کې په افغانستان کې د ښځو لپاره د «کار او ازادۍ» حق او د نجونو د متوسطه او لېسو د پرانیستلو غوښتنه وکړه.

د دغه اعتراضیه حرکت یوې ګډونوالې لیلا بسیم وویل: "زموږ یو ځای کېدو او نننی اعتراض پر ښځو د طالبانو د وروستیو محدودیتونو له امله دي. بدبختانه لس میاشتې کیږي چې د نجونو د ښوونځيو دروازې بندې دي. د افغانستان خلک له بد اقتصادي وضعیت سره مخامخ شوي. طالبانو د زده کړو او ودې نظام برمته کړی. زده کړې د هر انسان حق دی او ښځه هم یو انسان ده چې زده کړې وکړي."

یادو افغان مېرمنو له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو پرانیستلو او د فقر او بېکارۍ له منځه وړلو لپاره پر طالبانو فشار راوړي.

معترضو مېرمنو په یوه پرېکړه لیک ویلي که په دې برخه کې اقدامات ونشي په افغانستان کې به بشري ناورین رامنځته شي. دوی دا خبره هم وکړه چې نور د ښځو په ضد د روان تبعیض تحمل نلري.

د دغه اعتراضیه حرکت یوې بلې ګډونوالې ژولیا پارسي ادعا وکړه چې طالبانو په کابل ښار کې د دوی د ننني اعتراضیه حرکت مخه نیولې ده. کابل کې د طالبانو امنیتي مسؤلینو تر دا مهاله د نننۍ مظاهرې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۱ لمریز کال د وري میاشتې پر درېیمه د کابل په ګډون ټولو سړو سیمو کې نوی تعلیمي کال پرانیستل شو، خو تر شپږم پورته ټولګي د طالبانو حکومت د ژمنې خلاف هماغسې بند پاتې دي.

د طالبانو حکومت تر دا مهاله په دې اړه غبرګونونو او غوښتونو ته ځواب نه دی ویلی، خو تر دې مخکې تر شپږم ور پورته ټولګیو پرانیستلو په اړه دوه لیلونه وړاندې کړي وو چې لومړی د شریعت مطابق د شرایطو برابرېدل او دوهم د افغاني دود او کلتور مطابق فضا رامنځته کېدل، خو د دغه معیارونو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو په ګډون اروپايي ټولنې، ملګرو او د ښځو له حقوقو څخه د ملاتړ بېلابېلو بنسټونو له طالبانو څخه وغوښتل چې ژر تر ژره د نجونو تر شپږم پورته ټولګي پرانیزي.